لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند د کرونا وایرس قضیو کې څلورم هېواد جوړ شوی


په هند کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر د دریو لکه نا اوښتې دی او تر دې دمه 8,884 کسان مړه شوي دي
په هند کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر د دریو لکه نا اوښتې دی او تر دې دمه 8,884 کسان مړه شوي دي

په هندوستان کې پرله پسې په دوهمه ورځ د کرونا وایرس تر ټولو زیاتې شمېرې ریکارډ شوي دي.

د خالي - شنبې په ورځ په هند کې په 24 ساعتونو په جریان کې د کرونا وایرس11,458 نوي کیسونو رپورټ شوي چې په یوه ورځ کې تر اوسه په دغه هیواد کې تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې دي. د جمعې په ورځ په هند کې 10956 د کرونا ناروغان ریکارډ شوي وو .

په هندوستان کې د کرونا وایرس په یوه ورځ کې ریکارډ شمیرې رپورټ کیدو وروسته هند دا مهال د کرونا نه زیات متاثره شوی څلورم هیواد جوړ شوی، چې وړاندې ترې امریکا،‌ برازیل او روس دي.

په هند کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر د دریو لکه نا اوښتې دی او تر دې دمه 8,884 کسان مړه شوي دي.

په هندوستان کې د کرونا ناروغانو شمیره کې دا زیاتوالې په داسې مهال راغلی چې په دغه هیواد کې دکانونه،‌بازارونه، کارخانې او د عبادت ځایونه بیرته پرانستل شوي. په هند کې د مارچ د میاشتې نه لګیدلي د دوو میاشتو ټولبندیز یا لاک ډاون کې نرمي اعلان شوې او یواځې په هغه ځایونو کې اوس هم پابندۍ شته چېرته چې د کرونا وایرس خطر دی.

بلخوا د خالي په ورځ بیا په چین کې د صحت قامي کمېشن د کرونا وایرس 11 نوي کېسونه رپورټ کړي. دغه ادارې ویلي پینځه داسې کسان دي چې بهر یې سفرونه کړي او پاتې شپږ بیا هغه دي چې په بیجنګ کې ورته وایرس لګیدلی . کرونا وایرس تیر کال په چین کې معلوم شوی وو او بیا په ګرده نړۍ کې خور شوی دی.

تیره ورځ ناروی اعلان کړی چې د سوېډن نه ناروی ته سفر کوونکو باندې به سفري بندیزونه لګوي. د نورو اروپايي هیوادونو په مقابله کې سوېډن د کرونا وایرس د لاسه په خپل هیواد کې لاک ډاون یا ټولبندیز نه وو لګولی او یواځې یې د واټن ساتلو او د ۵۰ نه زیاتو خلکو په غونډو بندیز لګولی وو.

په اروپايي هیوادونو کې د کرونا وایرس نوي کېسونو کې کمی لیدل شوی، د اروپايي‌ هیوادونو د صحت کمشنر د جمعې په ورځ ویلي، که چېرې هیوادونه بیا د کرونا زیاتیدونکې پېښې ویني نو د پابندیو لګولو لپاره دې تیارۍ نیسي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG