لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند دې په خارجي وسله انحصار ختم کړي، د هېواد د دفاع مشر وايي 


جنرل روات وویل که د هندوستان جوړې وسلې ټېکنیکي معیار څه ډېر ښه هم نه وي هندوستان باید د ملک دننه د دفاعي صنعت ملاتړ وکړي
جنرل روات وویل که د هندوستان جوړې وسلې ټېکنیکي معیار څه ډېر ښه هم نه وي هندوستان باید د ملک دننه د دفاعي صنعت ملاتړ وکړي

د هندوستان د پوځ مشر جنرل بېپن روات ویلي هند دې په بهرنۍ وسلې خپل انحصار ختم کړي او د خارجي ملکونو نه دې نوره وسله نه اخلي.

جنرل روات د هندوستان دي ټایمز اف انډیا ورځپاڼي ته په یوه مرکه کې وویل چې د نورو ملکونو نه د وسلې اخیستلو پرځای دې هندوستان خپله وسله جوړوول شروع کړي.

جنرل روات وویل هغه دا خبره په حقیقت کې بدوول غواړي چې په هندي مصنوعاتو دې "په هندوستان کې جوړ" لیکل شوي وي. دا د وزیراعظم نرندره مودي د خوښي نعره ده.

جنرل روات وویل د هند پوځ د دنیا په نورو ځایونو کې د ځای پر ځای کوولو دپاره نه دی نو ځکه د زیاتې وسلې اخیستلو دپاره د خپلو عملیاتو په اړه غلط معلومات نشي ورکولی.

د دنیا د نورو ملکونو په رنګ هندوستان هم د کرونا وایرس له امله د مالي نقصان سره مخامخ دی.

هندوستان د سعودي عرب نه پس د وسلې د دنیا دویم لوې خریدار ملک دی.

جنرل روات وویل که د هندوستان جوړې وسلې ټېکنیکي معیار څه ډېر ښه هم نه وي هندوستان باید د ملک دننه د دفاعي صنعت ملاتړ وکړي.

په تېرو پنځو کلونو کې هندوستان د سعودي عرب نه وروسته د دنیا د وسلې دویم لوې خریدار ملک و.

دا خبره په سویډن کې د څیړنې نړیوالې ادارې سټاک هوم انټرنېشنل پیس ریسرچ انسټېټیوټ یا سېپري تېره میاشت په دنیا کې د وسلې د تجارت په اړه خپل رپورټ کې وکړه.

سېپري وویل پاکستان په ۱۱ درجه د وسله اخیستونکی ملک و. د ادارې څیړونکي پیټر ډي وېزمېن وویل هندوستان او پاکستان د نورو ملکونو نه اخیستل شوي وسلې په یو بل د حملو دپاره استعمالوي. هغه وویل د تېرو څو لسیزو راهسې د دنیا د وسلې لوی صادرونکو ملکونو په یو وخت پاکستان او هم هندوستان ته وسله ورکړې ده.

څیړونکي وايي پاکستان او هندوستان د خپلو وسایلو لویه برخه په پوځي چارو لګوي چې له امله یې په دواړو ملکونو کې د تعلیم او صحت غوندې بنیادي سهولتونه یا خو ډیر کم دي او یا غیر معیاري دي.

په پاکستان کې د دفاعي چارو څیړونکي پرویز هودبوای د سېپرې د رپورټ په لړ کې وي او ای ډیوه ته وویل دا د داړو ملکونو دپاره د هغه په قول "شرمناکه" خبره ده چې خپل لږ او قیمتي وسایل په دفاعي چارو لګوي.

هندوستان او پاکستان په اېټمي وسله سنبال ملکونه دي او په کشمیر د ملکیت د دعوو په سر یې جنګونه کړي دي. په داسې مهال چې دنیا د کرونا وایرس ښکار شوي دواړو ملکونو په تېرو ورځو کې د معمول په ډول په کشمیر کې په يو بل د ډزو الزامات لګولي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG