لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په نړۍ کې د ترهګرۍ کارخانې په توګه پیژندل کیږي: سشما سېوراج


د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وینا په مهال د هندوستان خارجه وزیرې سشما سېوراج په پاکستان سخت ټکونه کړي او ویلي دغه هیواد (پاکستان) ګردې نړۍ ته یواځې ترهګر ورکړي.

د خالي په ورځ میرمن سشما سېوراج د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې ویلي ٫٫ نن په نړۍ کې ولې هندوستان د اېي ټي (انفارمیشن ټیکنالوژۍ) لوې قوت (سپر پاور) ګنل کیږي او پاکستان یواځې د ترهګرو پيدا کونکې فیکټرۍ یا کارخانې په توګه پيژندل کیږي؟. ٬٬

خارجه وزیرې زیاته کړې ٫٫ مونږ نړې لپاره تعلیم پوهان (سکالران) ډاکټران، انجینران پیدا کړي٬٬ بیا يې د پاکستان نه پوښتنه کړې تاسو څه پيدا کړي؟ او ځواب يې ورکړی ٫٫ تاسو یواځې ترهګر تیار کړي.٬٬

نن په خپله دغه وینا کې د هندوستان خارجه وزیرې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کېروانه اونۍ د پاکستان وزیراعظم د هندوستان په حقله نیوکو ته ځواب ویلی.

د زیارت په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په مهال د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د هندوستان کنټرول لاندې کشمیر کې د هند پوځ لخوا روان زور زیاتي باندې نیوکې کړې وې. او د نړې نه يې د دغه مسلې د حل لپاره د یو ځانګړي استاذي ټاکلو غوښته کړې وه.

امریکا ، افغانستان او هند وخت په وخت په پاکستان تور لګوي چې هغه ترهګرو ډلو ته یې په خپله خاوره پناه ځایونه ورکړي او مرستې ورسره کوي کومې چې په ګاونډي هیوادونو کې ګډ وډی راولي. خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

تیره میاشت د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د افغانستان او سویلي ایسیا په اړه د امریکا نوې تګلارې اعلانولو په مهال په پاکستان سخت ټکونه کړي وو او خبردارې يې ورکړی وو چې پاکستان دې د هغه ترهګرو مرستې پریږدي کومې چې په افغانستان کې د امریکا پرضد جنګیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG