لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهند تر انتظام لاندې کشمير کې 7 کسان وژل شوې


دجمووکشمير وزيراعلي عمرعبدالله دغه پيښه ځانمرگي بريد گرځولى اؤ وئيلي يې دي چې پيښه کې درې اولسي وگړي هم ژوبل شوي
دجمووکشمير وزيراعلي عمرعبدالله دغه پيښه ځانمرگي بريد گرځولى اؤ وئيلي يې دي چې پيښه کې درې اولسي وگړي هم ژوبل شوي
دهند تر انتظام لاندې کشمير په پايتخت سري نگر کې چارواکي وائي دشورو په ورځ ديوې نښتې له امله پينځه پيراملټري پوليس اؤ دوه تندلاري وژل شوي دي.
دهند داخله سيکرټري تور لگولى چې پيښه کې دپاکستان دپولې څخه راغلي تندلاري لاس لري.
دغه بريد دشورو په ورځ دبيمينا سيمه کې دسنټرل ريزرو پوليس فورس( سي ار پي ايف) په يو کيمپ ترسره شوى دى.
دکشمير وزيراعلي عمر عبداله پيښه کې دسي ار پي ايف دپينځوؤ عسکرو دوژل کيدو پخلى کړى.
پوليس چارواکي وائي چې تندلارو په کيمپ په لاسي بمونو بريد کړى اؤ پيښه کې دشپږو څخه اوؤ پورې پوليس ژوبل شوي هم دي.
دجمووکشمير وزيراعلي عمرعبدالله دغه پيښه ځانمرگي بريد گرځولى اؤ وئيلي يې دي چې پيښه کې درې اولسي وگړي هم ژوبل شوي.
انسپکټر جنرال اف پوليس عبدالغني مير وائي چې په کوم وخت کې چې تندلارو لاسي بمونه وغورځول هاغه مهال ماشومانو کرکټ کولو.
دبريد ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې ، خومير وائي چې ابتدائي پلټنې په ډاگه کوي دبريدکوونکو تعلق دپاکستان دلشکرطيبې سره دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG