لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند د انتظام لاندې کشمير کې د ښځو خلاف جرمونو کې اضافه ليدل کېږي


د عارفه جان ماما منظور احمد ملک وايي “مونږ نه شو کولی چې رابطه ورسره وکړو ځکه د هغې فون بند راتلو. په سباله پوليس يو څو تنو ته کالز وکړو چې د رپورټ په ترڅ کې ترې تحقيقات وکړي”.
د عارفه جان ماما منظور احمد ملک وايي “مونږ نه شو کولی چې رابطه ورسره وکړو ځکه د هغې فون بند راتلو. په سباله پوليس يو څو تنو ته کالز وکړو چې د رپورټ په ترڅ کې ترې تحقيقات وکړي”.

د هند د انتظام لاندې کشمير کې د ښځو په نخښه کېدو جرمونه زيات شوي او پينځه پنځوست کلنه فاطمه د دوو مياشتو راهسې د خپلې لور په وژنه په چغو چغو ژاړي.

هغه د خپلو خپلوانو په منځ کې وير کوي چې د بډګام په سويباغ سيمه کې ميشته ده.

د اوم مارچ په سحر د هغې اتويشت کلنه لور عارفه جان د کور سره نزدې د کمپيوټر د تربيې مرکز ته تلې وه خو د ماښام پورې چې بيرته رانغله نو د کور خلکو يې ځايي پوليس ته د بې درکۍ رپورټ وکړو.

د عارفه جان ماما منظور احمد ملک وايي “مونږ نه شو کولی چې رابطه ورسره وکړو ځکه د هغې فون بند راتلو. په سباله پوليس يو څو تنو ته کالز وکړو چې د رپورټ په ترڅ کې ترې تحقيقات وکړي”.

ملک وايي دوه ورځې وروستو پوليس تفتيش تېز کړو او د کورنۍ د يو اشنا تن شبير احمد واني نه يې پوښتنې وکړې. پوليس د وژل شوې جينۍ د فون د رابطو نه د هغې ځای معلوم کړو چې اخري رابطې يې ترې کړې وې.

ملک وايي “قاتل د تفتيش په وخت کې ډېرې بانې وکړې چې ځان بچ کړي خو پوليس تحقيقات په مخ بوتلل او اخر داده شو چې قتل يې کړی. مجرم د کلي يو پېژندلی ترکاڼ دی”.

ملک وويل د خپل جرم د پټولو د پاره قاتل د عارفه جان وجود ټکړې ټکړې کړی و او دغه ټکړې يې په بيلا بيلو ځايونو کې ښخې کړې وې.

د هند د انتظام لاندې کشمير کې د تېر دوو کالو نه د ښځو خلاف جرمونه چې پکې وژنې، جنسي تېري او په وجود حملې هم دي سېوا شوي دي.

د هند د نيشنل کرايمز ريکارډ بيورو شمارې ښايي په دغه سيمه کې په کال 2021 کې د ښځو خلاف په جرمونو کې 15.2% زياتوالی راغلی او هندو ورځپاڼې ليکلي د کال 2020 د رپورټ شوو جرمونو شمار 3405 و چې په کال 2021 کې دا شمار 3937 ته رسېدلی و.

رومان منيب يو ځايي قانون پوه دی او وايي د ښځو خلاف د جرمونږ ډېرې وجې کېدلی شي چې پکې د ښځو د حقونو نه بې خبري، د منشياتو استعمال او د قانون په ځای کونکو د قانون په حقله غير سنجيده رويه شامل ده.

هغه وايي “په کشمير کې به د نور ملک په نسبت د جرمونو کچه دومره ډېره نه وي خو دا مهمه ده چې په دې اړه بيداري خؤره کړل شي او د يونين اف انډيا لخوا لګول شوي قوانين عملي شي چې ښځې محفوظ شي”.

د عارفه جان پلار محمد شفيع خان په مقدمه کې حکومت ته حاضر شوی او عوښتنه يې کړې چې داسې ټولو مجرمانو ته دې د مرګ سزا ورکړل شي.

هغه وايي “عمر قيد د دې حل نه دی چې د جرمونو مخنيوی پرې وشي. دا خو نور خلک جرمونو کولو ته هڅوي. د مرګ سزا به زمونږ د زړه نه غم درد کم نه کړي خو څه لږ ډېر اطمنان به راته وشي چې مجرم نور ژوندی نه دی پاتې”.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال محیط الاسلام د رپورټ نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG