لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منموهن سنگهـ:پاکستان د ترهگرو مرکز دى،نوازسره ليدنې پسې دې هيلې نه تړل کيږي


دامريکا صدر براک اوباما سره لۀ ليدنې وروستو خبريالانو ته د هند وزيراعظم وويل نن چې دسيمې هيوادونه دکومو ستونزو سره مخ دي دهغې وجه پاکستان دى.
دامريکا صدر براک اوباما سره لۀ ليدنې وروستو خبريالانو ته د هند وزيراعظم وويل نن چې دسيمې هيوادونه دکومو ستونزو سره مخ دي دهغې وجه پاکستان دى.
پيښور_دهندوستان وزيراعظم منموهن سنگهـ وئيلي دي اوس هم په سيمه کې پاکستان د ترهگرۍ مرکز دى اؤ کۀ هغه دپاکستان وزيراعظم نوازشريف سره ليدنه وکړي نو هم دې په دغې ليدنې پسې زيات توقعات نۀ تړل کيږي.
د جمعې په ورځ دامريکا صدر براک اوباما سره لۀ ليدنې وروستو خبريالانو ته د هند وزيراعظم وويل نن چې دسيمې هيوادونه دکومو ستونزو سره مخ دي دهغې وجه پاکستان دى.
وزيراعظم منموهن سنگهـ دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې ټاکل شوې د ملگرو ملتونو دجنرل اسمبلۍ د٦٨مې غونډې په مهال دپاکستان وزيراعظم ميانوازشريف اؤ ښاغلى سنگهـ پخپلو کې سره داتوار په ورځ په نيويارک کې ليدنه کوي اؤ پاکستان له دې وړاندې هيله څرگنده کړې وه چې د دواړو هيوادونو دمشرانو دغې ليدنې سره به دهند اؤ پاکستان ترمينځ اړيکې ښې شي.
دملگرو ملتونو دعمومي اسمبلۍ غونډې ته د جمعې په ورځ دپاکستان وزيراعظم کۀ چرته پخپله وينا کې د جمو وکشمير اولس ته د خود اراديت دحق ورکولو غوښتنه کړې وه نو هلته يې وزيراعظم منموهن سنگهـ سره کيدونکې ليدنې ته ليوالتيا هم ښودلې وه اؤ وئيلي يې وؤ چې هغه هندوستان سره ديو نوي سفر دپيل کولو هيله لري.
خو څيړونکي وايي دنوازشريف دغه هيله ځکه د وخت څخه مخکې پيکه شوې ده چې هم دجمعې په ورځ د هندوستان وزيراعظم خبريالانو سره خبرو کې په ډاگه کړې ده چې د هغۀ اؤ نوازشريف ترمينځ کيدونکې ليدنې پسې دې زياتې هيلې نه شي تړلى.
دهند وزيراعظم وويل اوس هم په پاکستان کې ترهگر په خلاص مټ فعاليتونه کوي اؤ له دې امله سيمه د مشکلاتو سره مخ ده.
بايد وويل شي پاکستان اؤ هند دوه هغه رقيب گاونډي هيوادونه دي چې مدام يې د لانجمنې سيمې جمو وکشمير په سر د يو بل سره شخړې اؤ جنگونه کړي اؤ دتيرو څو مياشتو راپديخوا په لائن اف کنټرول د دواړو هيوادونو د پوځيانو ترمنيځ دنښتو له امله د وړاندې نه ترينگلي تعلقات نور هم پسې خراب شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG