لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د جمعې لمونځ د ګډوډولو په الزام هندي پوليس ګڼ شمېر کسان ګرفتار کړي


د اکتوبر په 29 نېټه د جمعې د لمانځه په موقع په ګړګاو کې خلک او پولیس جمع شوي دي

په هندوستان کې ګڼ شمېر کسان چې زیاتره د سخت دریځه هندو ډلو سره تړون لري د جمعې لمونځ د ګډوډولو په الزام پولیس نیولي دي.

دا خبر ای اېف پي خبري ادارې د ځايي مطبوعاتي رپورټونو په بنیاد ورکړی او وايي دغه ګرفتارۍ په هندوستان کې د زیاتېدونکی فرقه ييز تاوتریخوالی هم څرګندوي.

د رپورټ ترمخه هندو ډلې د تېرو څو هفتو راهسې د هندوستان سرښار نوي دلي سره نژدې په ګړګاو ښار کې په چارواکو فشار اچوي چې مسلمانان دې په ازادو ځایونو کې د جمعې د لمونځ اجتماګانې نه کوي.

د ځايي مطبوعاتو ترمخه دا جمعه په سلګونو اضافي پولیس افسران ځای په ځای شوي وو او لږ تر لږه 30 کسان یې ګرفتار کړل. د دې نه وړاندې د سخت دریځه هندو ډلو پلویان او ځایي خلک جمع شوي وو او نعرې یې پورته کولې.

د ای اېف پي رپورټ وايي ناقدین د وزیراعظم نرندره مودي په هندو قام پرستې ډلې بهارتیا جنتا پارټي الزام پورې کوي چې اقلیتونه او د ملک 200 مېلینه مسلمانان ځوروي.

خو د مودي حکومت دغه خبره ردوي، وايي هندو اېجنډا نه لري او دا چې د ټولو مذهبونو خلک مساوي حقوق لري.

ګړ ګاو یا ګوروګرام د هریانه ریاست مرکزي ښار دی چې د ګڼ شمېر کمپنیانو مرکزي دفترونه پکې هم موجود دي. د ریاست حکومت د بهارتیا جنتا پارټي یا د بي جی پي په لاس کې دی.

ای اېف پي وايي دا لومړی ځل نه دی چې په ګړګاو کې دا ډول پېښه شوي ده. په کال 2018 کې هم د ښار اکثریتي هندو ابادۍ په ازادو مېدانونو کې د مسلمانانو په لمونځ اعتراضونه کړي وو.

خو بیا د ضلعې انتظامي چارواکو د دواړو ټولنو ترمنځ سوله وکړه او د جمعې د لمانځه دپاره یې 35 مېدانونه وټاکل.

د ای اېف پي رپورټ د اېن ډي ټي وي ترمخه وايي د جمعې په ورځ چې کوم کسان ونیول شوو زیاترو پکې قطبې اوچتې کړې وې چې پې لیکل شوي وو "د ګړګاو انتظاميي د خپل خوب ته بېدار شئ."

په سوشل میډیا شریک شویو تصویرانو کې لیدل کې چې د خلکو یوې ډلې په لمونځ د پابندۍ غوښتنه کوله او د "جی شري رام" نعرې یې کولې چې د ای اېف پي په قول د هندو قام پرستو د رایوځای کېدو شعار دی.

XS
SM
MD
LG