لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اندونیزیا چمتو ده له افغان حکومت سره د سولې په بهیر کې مرسته وکړي


په نژدې ورځو کې افغان صدر اشرف غني په انډونیشیا کې د تجارتي اړیکو په اړه غونډه کې شرکت کړی و

د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدیدو ویلي دي چې د سولې او ملي پخلاینې په برخه کې به د خپل هېواد تجربې له افغان حکومت سره شریکې کړي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو په وزارت کې یوې سرچینې پژواک خبري رسنۍ ته ویلي دي چې د اندونیزیا ولسمشر دغه خبرې تیره ورځ په جاکارتا کې د افغانستان د سولې د عالي شورا له یوه جک پوړي پلاوي سره د لیده کاتو پرمهال کړیدي.

د اندونیزیا او د افغانستان چارواکو په یوه ګډ بیان کې دا منلې ده چې د افغانستان د سولې او ملي پخلاینې په بهیر کې د سولې د عالي شورا رول ډیر پیاوړی او مهم بللی.

د اندونیزیا د دیني عالمانو سره د افغانستان د سولې د عالي شورا د پلاوي د لیده کاتو موخه ددغه هېواد د سولې په برخه کې ددي له تجربو څخه ګټه اخیستل وو.

مطبوعاتي راپورونه وايي، د کریم خلیلي په مشرۍ د افغانستان د سولي د عالي شورا دغه پلاوی به د نومبر له شلمې نېټې څخه تر ۲۵ مې نېټې پورې د پنځو ورځو لپاره د اندونیزیا په پلازمېنې جاکارتا کې وي.

دغه لیدنه کتنه د اندونیزیا د حکومت لخوا تنظیم شوې وه.

دا نه ده معلومه چې اندونیزیا د افغانستان د سولې په بهیر کې څه ډول رول لوبولی شي او په په وسلوالو طالبانو څومره اغیز لري.

څو اونۍ وړاندې د اندونیزیا یو لوړ رتبه پلاوي له افغان ولسمشر اشرف غني سره په لیدنه کې ویلي و چې د افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې مرستې ته چمتو ده.

XS
SM
MD
LG