لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایا اندونیشیا کې د عالمانو لپاره ږیره ساتل ضروري ده؟


Ulema Conference in Bogor3

په انډونیشیا کې د افغان، پاکستاني او انډونیشیايي دیني عالمانو د غونډې خپاره شوي عکسونه د کوربه هیواد، پاکستان او افغانستان دیني عالمانو تر مېنځ یو شمیر ښکاره یا په سترګو لیدلي توپیرونه څرګندوي.

په دغه عکسونو کې تر ټولو ښکار توپیر دا لیدل کیږي چې په انډونیشیا کې د عالم لپاره د ږیرې ساتل کوم لازمي شرط نه دی. عکسونه ښايي د افغانستان او پاکستان نه ورغلي دیني عالمانو کې اکثره لوېې ږیري لري.

دغه درې واړه مسلمان هیوادونه خپل جلا ځانګړتوب هم لري. کوربه انډونیشیا کې د بل هر هیواد نه زیات مسلمانان ژوند کوي او په مسلمان هیوادونو کې یواځې پاکستان اېټمي وسلې لري. هم دغه شان افغانستان تر ټولو اوږدې جګړې ځپل شوی هیواد دی.

د غونډې دننه بیلا بیل او بهر په ګډه وېستل شوي عکسونو کې یو بل لوې توپیر دا هم دی چې د پاکستان او افغانستان د دیني عالمانو په پلاوي کې ټول غړي نارینه یا سړي دي. خو د انډونیشیا په پلاوي کې یوه ښځه مذهبي عالمه هم لیدل کیږي.

په پاکستان او افغانستان کې دیني عالمان او مذهبي مشران په روایتي توګه ږیره پریږدي او زیات تره زاړه پالي مذهبي عالمان د ښځو سره د ګډې ناستې مخالفت کوي.

انډونیشیاء کانفرنس
انډونیشیاء کانفرنس

د انډونیشیا په بوګور ښار کې د عالمانو په دغه غونډه کې یو بل ښکاره توپیر د کوربه هیواد (انډونیشیا)، پاکستان او افغانستان د عالمانو په جامو یا لباس کې هم لیدل کیږي.

د انډونیشیا یو شمیر عالمانو مغربي لباس یا جامې په تن دي کوم ته چې په پاکستان او افغانستان کې اکثره مذهبي مشران غیر اسلامي لباس وايي. هم دغه شان د انډونیشیايي عالمانو په سر وړې وړې ټوپې (قراقرۍ) په سر دي خو د پاکستان او افغانستان یو شمیر عالمانو لوي لوي پټکي په سرکړي.

یو بل توپیر بیا د عالمانو په وجودونو کې هم ښکاري، د کوربه هیواد عالمان په وجودونو ډنګر یا وچ(نري) دي خو د پاکستان او افغانستان نه تللي عالمان په وجودونو ښه مضبوط، قوي(چاغ) او ماړه ښکاري. کیدای شي دا توپیر پيداېشي وي، ځکه چې د انډونیشیا او ملایشیا خلک اکثره په وجود ډنګر وي.

Ulema Conference in Bogor4
Ulema Conference in Bogor4

په دیني علم او پوهه کې به دغه عالمان یو شان وي خو ظاهري رنګ رغوڼه يې د یو بل نه بدله ده.

XS
SM
MD
LG