لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رویټرز: نړیواله ټولنه افغانانو سره د نغدو پېسو امداد کول غواړي


د ورلډ بېنک ترمخه د افغانستان د حکومت د اخراجاتو 75 فیصد برخه د غېر ملکي امداد نه پوره کېږي خو د امریکې او د نړیوالو مرستندویه ادارو د انخلا نه پس افغانستان د دغو پېسو نه محرومه شوی دی

په داسې حال کې چې په افغانستان کې اقتصادي صورتحال په خرابېدو دی نړیواله ټولنه غواړي افغان ولس سره مرستې دپاره افغانستان ته نغدې پېسې په داسې طریقه ولیږي چې طالبان د دغه مجوزه مالي امداد نه ګټه ترلاسه نکړی شي.

رویټرز خبري ادارې دغه خبر د زیارت، پنجشنې، په ورځ د داسې خلکو له قوله ورکړی چې افغانانو سره د مالي امداد د مجوزه منصوبې په اړه معلومات لري.

رویټرز لیکلي کوم دستاوېزات چې د ادارې خبریالانو لیدلي پکې وېل شوي چې افغانستان ته د نغدو پېسو د رسوولو په اړه منصوبه بندي په دې تناظر کې کولی شي چې د افغانستان اقتصاد د نسکورېدو په درشل ولاړ دی، په ملک کې د پېسو کمی دی او د مغربي ملکونو سفارتکاران په دې بحث کوي چې ایا افغانانو سره د مالي مرستې په بدل کې د افغانستان طالب واکدارانانو نه مراعات وغوښتل شي او که نا؟

د اشرف غني په اړه د سيګار د مېلینونو ډالرو پلټنې

افغانانو سره د نغدو پسو د مجوزه امدادي منصوبې په اړه دا خبره په داسې حال کې مخې ته راغلی چې په افغانستان کې بیا رغوني د هلو ځلو د امریکايي پروګرام څارنه کوونکي حکومتي ادارې سیګار ویلي د افغانستان په پخواني صدر اشرف غني پورې شویو هغو الزاماتو پلټنې کوي چې هغه د ځانه سره د هېواد پېسې وړې دي. اشرف غني دغه تورونه رد کړي دي.

د رویټرز د رپوټ ترمخه د سیګار مشر جان ساپکو د شورو-چارشنبې په ورځ وویل دفتر به یې د هغو دعوو په اړه پلټنې کوي چې اشرف غني هېواد نه د وتلو په وخت د ځانه سره په میلیونونو ډالره وړي دي.

رویټرز وايي په افغانستان کې د وچکالۍ او سیاسي بدلون په مهال د انساني بحران د مخنیوي دپاره د نړیوالې ټولنې په مجوزه مالي امداد کې به ضرورت مندو افغانانو ته د بېنکونو دلارې 200 ډالرې نغدې پېسې ورکول کېږي چې خو به په دې بهیر کې نېغ په نېغه نه وي شامل.

اشرف غني
اشرف غني

دوو چارواکو رویټرز ته وویل افغانستان ته د نغدو پېسو لېږلو ترڅنګ مرسته کوونکي ملکونه د "هیومېنېټېیرین پلس" په عنوان د معاشونو ورکولو، سکولونو او روغتونونو خلاص ساتلو دپاره د پېسو پنګه قایمول غواړي.

د ورلډ بېنک ترمخه د افغانستان د حکومت د اخراجاتو 75 فیصد برخه د غېر ملکي امداد نه پوره کېږي خو د امریکې او د نړیوالو مرستندویه ادارو د انخلا نه پس افغانستان د دغو پېسو نه محرومه شوی دی.

افغانستان سره امداد او د مغربي ملکونو مشكل

رویټرز وايي افغان ولس سره د نغدو پېسو د امداد دغه غېرمعمولي تګلاره د مغربي ملکونو دا مشکل هم څرګندوي چې یو خوا افغانستان سره امداد کول غواړي خو دا نه غواړي چې پېسې دې د طالبانو په لاسو ورشي.

ملګرو ملتونو خبرداری کړی چې 14 مېلین افغانان د لوږی سره مخامخ دي او د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو د خوراک ادارې ډبلو اېف بي مېرې اېلېن مېکګرورټي ویلي په افغانستان کې د پېسو د نشتوالي له امله د ملک اقتصاد تباه کېدلی شي.

په ورستیو ورځو کې د مغربي ملکونو سفارتکارانو او مامورینو په افغانستان کې د نغدو پېسو په وېشلو کې اضافه کړې ده.

یو چارواکي رویټرز ته وویل د ملګرو ملتونو د خوراک ادارې په ورستیو ورځو کې د ځايي بېنکونو دلارې 10 مېلین نغدې افغانۍ تقسیم کړي او د اداره ارادي لري چې زر نورې پېسې هم ووېشي.

دغه چارواکي وویل د نغدو پېسو دغه تقسیم د هغو ډالرو د وېش دپاره ازموینه ده چې پاکستان دلارې به په جهاز کې افغانستان ته رسول کېږي.

افغانانو ته د نغدو پېسو رسولو لارې چارې

رویټرز لیکلي کوم دستاوېزات چې د ادارې خبریالانو لیدلي پکې وېل شوي چې افغانستان ته د نغدو پېسو د رسوولو په اړه منصوبه بندي په دې تناظر کې کولی شي چې د افغانستان اقتصاد د نسکورېدو په درشل ولاړ دی، په ملک کې د پېسو کمی دی
رویټرز لیکلي کوم دستاوېزات چې د ادارې خبریالانو لیدلي پکې وېل شوي چې افغانستان ته د نغدو پېسو د رسوولو په اړه منصوبه بندي په دې تناظر کې کولی شي چې د افغانستان اقتصاد د نسکورېدو په درشل ولاړ دی، په ملک کې د پېسو کمی دی

یو سفارتکار رویټرز ته وویل چې د افغانستان اقتصاد ته د ډالرو ورسولو دپاره په دوو طریقو غور کېږي: لومړۍ طریقه دا ده چې د ملګرو ملتونو د خوراک اداره به نغدې پېسې افغانستان ته ورسوي او نېغ په نېغه به یې خلکو ته ورکړي چې دا ډول پې خلک خوراک واخیستل شي او دویمه مجوزه لاره دا ده چې ځايي بېنکونو ته دې نغدې پېسې ورسول شي د دې پېسو نه دې د ملګرو ملتونو او د نورو غېرحکومتي امدادي ادارو کارکوونکو ته معاشونه یا تنخاګانې ورکړی شي.

يو چارواکي وویل د ملګرو ملتونو چارواکو افغان بېنکونو سره دوی ته د پېسو د رسد په اړه خبرې کړي دي.

رویټرز وايي د یورپين یونین یو لوړ رتبه چارواکي وویل کې په افغانستان کې اقتصادي بدحالي رامنځته کېږي نو "مونږ ټول" به یې قیمت ادا کوو.

د يورپین یونین چارواکي وايي څوک نه غواړي چې طالبان ومني

د یورپین چارواکي زیاته کړه هېڅ څوک هم نه غواړي چې طالبان په رسمیت تسلیم کړي خو "مونږ ضرورت لروو چې لېن دېن ورسره وکړوو...پوښتنه دا نه ده چې ایا (داسې کول پکار دي) لېکن دا چې څنګه؟" د طالبانو سره معاملات ترسره کړی شي؟

د ملګرو ملتونو د خوراک ادارې ډبلیو اېف پي ترجمانې وویل د سېپټمبر په میاشت کې یې د څلور مېلین افغانانو سره د خوراکي شیانو او په کابل کې یې د ځینو خلکو سره د نغدو پېسو مرسته کړې چې د اګست په مقابل کې د مرسته ترلاسه کوونکو خلکو څلور چنده زیات تعداد دی.

رویټرز وايي چارواکو ورته ویلي چې امریکې، برطانيي او یورپین یونین په افغانستان کې د بنیادي خدماتو د مالي مرستې دپاره د نړیوالې پنګې په جوړولو غور کړی چې پکې به طالبان شامل نه وي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته امریکې د افغانستان د اربونو مالیت اثاثې منجمد کړي دي.

د نغدو پېسو مجوزه امداد او د طالبانو دریځ

رویټرز وايي طالبانو په سمدستي ډول افغانانو سره د نغدو د مجوزه امداد په اړه څه نه دي ویلي خو طالب چارواکو د امریکې نه غوښتلي چې د افغانستان ګنګل کړي اثاثې دې ازادې کړي.

په کابل کې مېرمنو د خپلو حقونو د تحفظ دپاره یو شمېر مظاهره کړي دي
په کابل کې مېرمنو د خپلو حقونو د تحفظ دپاره یو شمېر مظاهره کړي دي

د امریکې د خزانې وزارت ترجمانې ویلي د بې طرفه غېرحکومتي نړیوالو ادارې دلارې به افغانستان سره د بشري مرستو اجازت ورکوي خو طالبان به د اثاثو نه محرومه ساتي او په طالب مشرانو به بندیزونه لګوي. رویټرز وايي د طالبان حکومت څه مالي وسایل نه لري، د مرکزي حکومت نهه ارب ډالرو مالیت اثاثې د ملک نه بهر منجمد دي او د افغان بانک چې کوم وسایل د کور دننه وو اوس زیاتره ختم شوي دي.

د افغان بانک یو چارواکي شاه مهرابي غوښتنه وکړه چې د افغانستان منجمدې اثاثې دې هېواد ته ورکړی شي. هغه وویل که چېرې دغه اثاثې منجمدې وي نو افغان تاجران به د تجارتي سامان دپاره پېسې نشي ورکولی، بېنکونه به تباه کېدل شروع شي او خوراک به ناپېد شي.

دا بحث هم چې امداد دې دپاره طالبانو شرطونو سره وتړل شي او که نا؟

بلخوا دا بحث هم کېږي چې ایا افغانستان ته نغدې پېسې د شرایطو سره وتړلی شي او که نا؟

رویټرز وايي د فرانس او جرمني چارواکو تېره میاشت په یو دستاوېز کې تجویز وړاندې کړی چې په طالبانو فشار اچولو دپاره دې پېسې استعمال کړی شي.

رپورټ وايی د دوو پاڼو په دغه دستاوېز کې چارواکو لیکلي چې ملکونه کولی شي چې په سیاسي او قانوني توګه د طالبانو د تسلیمولو په بدل کې دې طالبانو نه داسې لوظونه واخلي چې طالبان به یې پوره کوي. دغه چارواکو وايي په موجوده وخت کې په طالبانو د فشار زیاتولو دوه لارې اقتصاد او تجارت دی. په یو جدا سفارتي یاداشت کې فرانس او جرمني د هغو پېنځو غوښتنو ذکر کړی چې د طالبانو نه ممکنه ډول کېدلی شي.

نړيوالې ټولنې د طالبانو په موقتي کابینه اعتراض کړی چې مېرمنې پکې نمایندګي نلري
نړيوالې ټولنې د طالبانو په موقتي کابینه اعتراض کړی چې مېرمنې پکې نمایندګي نلري

افغانستان سره امداد او په طالبانو فشار

د رویټرز ترمخه دغه غوښتنو وايي هر څوک چې غواړي افغانستان نه دې د وتلو اجازت ولري، طالبان دې د ترهګرو ډلو سره تعلقات ختم کړي، بشري امداد دې ملک ته پرېږدي، د بشري حقونو احترام دې په ځای کړي او ټول شموله حکومت دې جوړ کړي.

نړیوالې ټولنې د طالبانو په موقتي کابینه اعتراض کړی چې مېرمنې پکې نمایندګي نه لري او په کابل کې مېرمنو د خپلو حقونو د تحفظ دپاره یو شمېر مظاهرې کړي دي.

او اېمنسټي انټرنېشنل دا هفته په یو رپورټ کې وویل چې طالب وسله والو په دایکندي ولایت کې د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو 11 هزاره پس له هغې وژلي چې دوی طالبانو ته تسلیم شوي وو. ادارې ویلي دغه مبینه وژنې په جنګي جرمونو کې شمارل کېدلی شي.

طالبانو د اېمنسټي انټرنېشنل رپورت رد کړی او ویلي دي چې داسې کومه پېښه نه ده شوي.

XS
SM
MD
LG