لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ويغور مسلمانانو سره د سلوک په سر په چين نړيوال تنقيد په زياتېدو دی


د بشري حقونو تنظيمونه او ځينې حکومتونه په چين تور لګوي چې د يو ميلين نه زيات ويغور مسلمانان يې خاص جوړ شوو کيمپونو ته لېږلي. خو چين وايي دغه ودانۍ د هنر د زدکونکو د پاره ځانګړي کړی شوي او دا ځکه چې په دې طريقه د ترهګر حملو او تندلارۍ مخه ونيسي
د بشري حقونو تنظيمونه او ځينې حکومتونه په چين تور لګوي چې د يو ميلين نه زيات ويغور مسلمانان يې خاص جوړ شوو کيمپونو ته لېږلي. خو چين وايي دغه ودانۍ د هنر د زدکونکو د پاره ځانګړي کړی شوي او دا ځکه چې په دې طريقه د ترهګر حملو او تندلارۍ مخه ونيسي

د 40 نه ډېرو ملکونو د زيارت، پنجشنبې، په ورځ په يو رسمي بيان کې ملګرو ملتونو ته د چين په سينګيانګ صوبه کې د ويغور او نورو ترکينسله مسلمانانو سره د چين حکومت په سلوک انديښنه څرګنده کړه.

په ملګرو ملتونو کې د فرانس سفير نيکولس ډېراويری د 43 ملکونو په نمايندګۍ په بيان کې ويلي “په يوه ډېره عامه توګه او په خاص طريقه د بشري حقونوپايمالي روانه ده چې پکې تشدد په زور ذهنونه پاکول جنسي تېري کول او په زور ماشومان د کورنيو نه جدا کول روان دي. د مذهب ازادي، تګراتګ، د رای اظهار او د ويغور کلتور د سختو بندېزونو سره مخ دي”.

په شريک بيان کې دغې ملکونو د ويغور او نورو اقليتونو خلاف د پراخه څار په اړه انديښنه ښودلې ده او ويلي يې دي د لږکيو ډلو خلاف په ټوله يوهزورواکي روانه ده او د چين په حکومت يې غږ وکړو چې د ملګرو ملتونو هاي کمشنر ته دې د سينګکيانګ د سيمې د دورې لار ورکړل شي.

د ویغورو دپاره بندي خاني که د هنر د زدکړې مرکزونه

د بشري حقونو تنظيمونه او ځينې حکومتونه په چين تور لګوي چې د يو ميلين نه زيات ويغور مسلمانان يې خاص جوړ شوو کيمپونو ته لېږلي.

خو چين وايي دغه ودانۍ د هنر د زدکونکو د پاره ځانګړي کړی شوي او دا ځکه چې په دې طريقه د ترهګر حملو او تندلارۍ مخه ونيسي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کميټۍ غړي او جوړښت د وخت سره سره فراخيږي او دا د ځينې ملکونو په خاصه توګه د يورپي ملکونو د هغه ګروپ دجوړېدو وروستو کيږي چې په نزدې کلونو کې د بشري حقونو د خيال ساتلو د پاره په بېجينګ دباو اچولو ته رامخکې شوی دی.

ترکي په وړومبي ځل د يادې کميټۍ غړی جوړ شوی او دغه رنګ دوه افريقايايي ملکونه لايبيريا او ايسټيوانا هم پکې شامل شوي.

البته ځينې مسلمان اکثريت لرونکي هېوادونه لکه سعودي عرب او پاکستان پکې نه دي شامل شوي ځکه د چين سره نزدې اړيکې لري.

د چین دریځ

په ملګرو ملتونو کې د چين سفير ژانګ يون دا بيان رد کړو او په ځواب کې يې وويل “ما پرېږدۍ چې امريکا او څو نورو هېوادونو ته ووايم ستاسوجوړ کړي دروغ بې اثاثه دي. سينګکيانک په ثبات کې دی او د ترقۍ او سوکالۍ په لور روان دی او بل دا چې د چين د خلکو ژوند ورځ تر بله پهښه کېدو دی”.

ژانګ زياته کړه په درځنونو هېوادونو د چين ملګرتيا څرګنده کړې او ورسره ورسره يې د بشري حقونو په نوم په نورو ملکونو کې په مداخلت يې تنقيدوکړو.

د چين په ملګرو کې ځينې ملکونه لکه بيلاروس، ايرېتريا، ايران، شمالي کوريا، شام او وينزوېلا هم دي کوم چې پخپله د بشري حقونو په پاېمالۍتورن دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنره مېشل باچیلی د مخکې نه چين ته د يادې سيمې د دورې خواست کړی خو چين پرې لا د څو کالو راهسې عملنه دی کړی.

د کميټۍ د غونډې وروستو په يو خبري کانفرنس کې د چين سفير وويل د سينګکيانګ دروازې هر وخت خلاصې دي او دا چې تر اوسه ورته ډېرسفيران، ژورنالېسټان او مذهبي مشران ورغلي هم دي.

هغه وويل “د چين د خلکو سوکاله ژوند او د هغوی په مخونو خندا د چين د بشري حقونو د صورتحال ثبوت دی”.

د انساني حقونو د ادارو دریځ

هيومن رايټس واچ په دې اړه ويلي په نړيواله کچه د بيجينګ د ويغور پالسۍ غندنه به د چين د پاره د انديښنې وړ وي او د زورواکۍ ښکار شوو تهبه يوه هيله وي.

د ملګرو ملتونو د هيومن رايټس ادارې ډايرېکټر لويس چاربنيو وويل “په وړومبي ځل سيميزو ګروپونو په يو اواز د بيجينګ نه غوښتلي پهسينګکيانګ کې دې د بشري حقونو خلاف ورزي ودروي او د ملګرو ملتونو پلټنې کونکو ته دې هغلته د تلو لار پرانيزي”.

هغه وويل “غړي ملکونو له پکار دي سملاسي دې يو نړيوال کميشن جوړ کړي چې په سينګکيانګ کې د بشري حقونو په حقله باقاعده پلټنې وکړي او دذمه دارو خلکو ته دې د احتساب د طريقه کار سپارښتنې واضحه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG