لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د پاکستان پوځ په مطبوعاتو د خپلې خوښې بیانیه ورتپل غواړي


د پوځ ترجمان مېجر جنرل اصف غفور
د پوځ ترجمان مېجر جنرل اصف غفور

د صحافت د ازادۍ نړیوال تنظیم انټرنیشنل پرېس انسټېټیوټ ویلي د پاکستان پوځ په مطبوعاتو فشار اچوي او خپله مفکوره پرې ورتپل غواړي.

ايي پي ايي وايي په پاکستان کې په مطبوعاتو فشار زیات شوی، خبریالان ویرول کیږي او دا هر څه په داسې مهال کېږي چې په هېواد کې د جولایي د میاشت په ٢٥ مه نېټه د پارلیمنټ انتخابات کېدونکي دي.

اداره وايي د پاکستان موقتي وزیراعظم، د سپریم کورټ مشر قاضي، د پاکستان الیکشن کمیشن او د یو مشر سیاسي گوندونو مشرانو ته یې د انتخاباتو نه وړاندې په مطبوعاتو د فشار په اړه خطونه لېکلي دي. اداره وايي په خط کې پاکستاني مامورینو ته وویل شوي چې مطبوعاتو ته دړکې د "هېواد په ائین کې نغښتل شوي جمهوري اقداراو" خلاف ورزي ده.

ايي پي ايي وايي په داسې حال کې چې د جولايي په ٢٥ مه نېټه کېدونکو انتخاباتو دپاره تیاری روان دی، مطبوعات ویرول کیدل د تشویش خبره ده.

د ايي پي ایي مشرې باربره ټریاینفي وویل پاکستاني مطبوعات د پوځ د فشار سره مخامخ دي. "داسې ښکاري چې د پاکستان پوځ په مطبوعاتو فشار زیاتوي چې په ملکي چارو کې د پوځ د ککړتیا په اړه په مطبوعاتو د خپلې خوښې بیانیه ور وتپي."

مېرمن باربره په خپل بیان کې وايي په مطبوعاتو د پوځ د زیاتیدونکې فشار په نتیجه کې "پوځ په ډاگه د ازادو مطبوعاتو سپکاوی کړی او د قامي سلامتیا دپاره یې خطر ټاکلی" او اختلاف لرونکي "صحافیان په سوشل میډیا په هدف شوي او یا ورته د جسماني زیان دړکې ورکړی شوي دي."

مېرمن باربره وايي د انتخاباتو نه وړاندې د مطبوعاتو او د معلوماتو د ازادۍ دپاره داسې قسمه ماحول د اندیښنې وړ مسله ده. هغه وايي ايي پي ايي په دې خبره تشویش لري چې په ازادو مطبوعاتو د فشار یوازینې پېغام دا دی چې "په ملکي (سیاسي) چارو کې د پوځ په لاس وهنه تنقید به په پاکستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ دپاره سنگین نتایج ولري."

په خپل بیان کې مېرمن باربره په ورستیو کې د پاکستانۍ خبریالې گل بخاري د تښتول کیدو او په خبریال اسد کهرل د تشدد ذکر وکړو. هغې وویل د یو شمیر ورځپاڼو مدیران مجبور کړی شوي دي چې اختلافي مضمونونه چاپ نکړي.

د ايي پي ایي مشرې وویل داسې کوښښونه هم شوي دي چې د هېواد وتلې ورځپاڼې لکه ډان، جنگ او دي نیوز وه نه ویشل شي، د پوځ د اختیار د لاندې سیمو کې مطبوعاتو ته دړکې ورکړی کیږي او په کېبل ټي وي هم فشار اچول کیږي.

باربره ټریاینفي د پوځ د ترجمان ذکر هم وکړو او وې ویل چې په یو خبري غونډه کې یې د هغه مشهورو خبریالانو فهرست څرگند کړو چې د هغه په وینا د "ریاست خلاف عناصر" دي.

د پاکستان پوځ په سیاسي چارو کې د لاس وهلو خبره ردوي.

د پوځ ترجمان مېجر جنرل اصف غفور د جون د میاشت په شپږمه نېټه د خبریالې گل بخاري په تښتول کېدو کې د پوځ د ککړتیا خبره رد کړې وه او ویلي یې وو چې د پېښې تحقیقات دې وشي.

بلخوا د پاکستان د انتخاباتو د انتظام ادارې الیکشن کمیشن ترجمان الطاف خان وي او ای ډیوه ته ویلي د ا نتخاباتو په مهال به د مطبوعاتو د ازادۍ خیال ساتل کیږي او تحفظ به ورکوي. هغه وویل مطبوعاتو سره به د انتخاباتو په اړه د معلوماتو په خپرولو کې به هر ډول مرسته کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG