په سوشل میډیا دا میاشت د ایران په یزد صوبه کې په یو موټر د اور لګېدو وډیو خپره شوه. د موټر سره ایراني پولیس لیدل کېږي. په موټر کې ۱۳ افغانان سواره و او د اور لګېدو له امله درې کسان ووژل شو او څلور نور زخمیان شول.
د وي او ای په تندروۍ نظر ساتونکي څانګه اېکسټریمیزم واچ په خپل رپورټ کې وايي په تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال وي او ای ته ویلي ایراني مامورینو منلي چې ایراني امنیتي ځواکونو په موټر ډزې کړي چې له امله یې په موټر ولګېدو او ایراني مامورینو د پېښې تحقیقات شروع کړي دي.
ایراني چارواکو ویلي د پولیس شک و چې په موټر کې نشۍ مواد او غیرقانوني ماهرجرین وو. د يزد د پولیس مشر احمد تاراهومي پولیس هله په موټر ډزې وکړې چې د پولیس په اچاره ونه درېدو.
۲۵ کلن علي حسن واييد هغه دپاره په موټر د اورلګېدو او پکې د هغه ماشوم منظر دردونکی چې اوبه یې غوښتلې او وېل یې چې "زه سوزم." حسن وايی د افغانستان د تېمروز ولایت نه د ایران اصفهان ښار ته د اتوو ورځو سفر د خطرونو نه ډک و.
حسن وي او ای ته وویل ایران ته د سفر هر وخت یې د خطراتو نه ډک و. د بامیان اوسېدونکی حسن په کال ۲۰۱۴ کې د ۱۹ کلونو په عمر کې په غېر قانوني توګه داخل شوی و.
حسن وویل هغه خبرداره کړی شوی و چې که چېرې پولس ونیولو نو ایراني پولیس به ورسره خراب سلوک وکړي."هغوی تا ژوندی ښخولی شي او هیڅ چاته په معلومه هم نشي."
خو د دغه خطر باوجود علي حسن د قاچاق برانو سره ایران ته د تګ به خاطر په موټر کې سپور شو او دایې ګڼل چې د خپل تعلیم دپاره پېسې جمع کوولو دپاره یې دغه یوازۍ لاره ده.
علي حسن وویل په موټر کې ۱۳ کسان وو، دوه مخکې، اته په وروسته سیټ کې او هغه او دوه نور کسان د موټر په ډېک کې وو.
علي حسن وايي که چېرې دوی د ایراني سرحدي ځواکونو سره مخامخ شوی وی نو سر نویشت به یې بدل و.
په ایران کې په موټر د اور لګېدو په پېښه په یورپ، افغانستان او امریکا کې مظاهرې شوي او د ایران خلاف شعارونه پورته کړی شوي دي.
په هرات کې احتجاج کوونکي حبېبه رضايي وي او ای ته د پېښې د بې طرفه تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.
ایران په تهران کې د افغانستان سفیر خارجه وزارت ته بللی و احتجاج یې ورته وکړو چې په افغانستان کې د ایراني سفارتي ودانېو مخې ته مظاهرې د سرغړونې ګام دی.
افغان حکومت وايي ایران ته به یو پلاوی لیږي چې د ایراني مامورینو سره د موټر په پېښه او په سرحدي مسلو خبرې وکړي.
د افغانستان خارجه وزارت تېره هفته په یو بیان کې وویل د ایران نه غوښتنه کوي چې د افغانستان شهریانو سره دې د زغم او همکارۍ د جذبې سلوک وکړي.
د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي په افغان کډوالو د ایراني پولیس د تشدد رپورټونه څه نوي نه دي.
تېره میاشت افغان مامورینو وویل چې ایراني سرحدي محافظینو افغان کډوال په زور ستانه کړل او ۱۲ پکې د دواړو ملکونو ترمنځ دریاب کې لاهو شول او ۱۷ نور بې درکه شول. ایران د افغان مامورینو دغه خبره ردوي.
د ملګرو ملتونو د اندازې ترمخه په ایران کې درې مېلین افغان ژوند کوي چې نهه لکه پکې کډوال او نور غیر قانوني یا قانوني کارکوونکي دي.
په کابل کې افغان مامورین وايي د کرونا وایرس د خپرېدو وروسته ایران د زرګونو په شمیر کې افغانان ملک بدر کړي دي.
جاوید ندیم د افغانستان په هرات ولایت کې د مهاجرینو د نوم لیکنې د ادارې مشر دی وي او ای ته وویل چې د تېرو څو هفتو راهسې د ایران هره ورځ د ۴۰۰ نه تر ۶۰۰ پورې افغانان ستنوي.
علي حسن وايي په ایران افغان کډوالو سره نه یوازې بد چلند بلکې تعصب هم کولی شي. هغه وویل د ایرانیانو اکثریت افغانان د لاقانونۍ سبب ګڼي او وايي د دوی روزګارونه غلا کوي.
علي حسن وویل په ایران کې یې دوه نیم کاله تېر کړل او د اختر په موقع خپلوانو کره د تګ په مهال ایراني امنیتي عسکرو ونیولو.
د علي حسن د قېصي تصدیق محمد اسلم غرجستاني هم کړی دی چې د ایران په مشهد ښار کې یې درې کاله تېر کړي دي. هغه وویل په ایران کې افغانان انسانان نه ګڼل کیږي او د ایران حکومت کډوال د کرکې د جرمونو نه نه بچ کوي.
ایراني چارواکي وايي د افغان کډوالو هرکلی کوي خو په پوله د کابل د واکدارۍ د نشتوالي او د خلکو د غیرقانوني تګ د ز یاتوالي له امله تهران دپاره مسلې پیدا شوي دي.
د ایران نایب خارجه وزیر محسن بهراوندد د ایران حکومتي خبري ادارې ارنا ته د جون په شپږمه نېټه وویل افغان شهریان د احترام وړ دي خو په پوله د دوی تګ باید چې د قانون سره سم وي.
په کال ۲۰۱۹ کې ایران یو قانون جوړ کړو چې پکې د افغانانو په شمول کډوالو ته ځینې حقوق ورکړی شول او د هغو کډوالو دپاره په ایران کې په مسقتل توګه د اوسیدو لاره جوړه کړی شوه چې د ایرانیانو سره ودونه کړي.
د ایران د دعو برعکس د انساني حقونو نړیواله اداره هیومن رایټس واچ وايي په ایران کې افغانان د ګرفتارۍ په مهال انساني مرستې او نورو سماجي اسانتیاو ته رسايي نلري او ایراني امنیتي ځواکونه یې زوروي.
د کډوالو مېرمنو او ماشومانو د تحفظ دپاره کارکوونکې یوې ادارې مشره فاطمه اشرفي وايي غیرقانوني افغانان په خصوصي توګه د خطراتو سره مخامخ وي.
په واشنګټن کې د څیړنې ادارې اټلانټک کاونسل څیړونکي فاطمه امان د افغان کډوالو په اړه د ایران قوانین نامناسب او غیر واضحه دي. هغې وویل ایراني قوانین افغان کډوالو ته هیڅ ډول تحفظ نه ورکوي چې پکې هغه کډوال هم شامل دي چې په ایران کې زیږېدلي او لوې شوي دي.
یادونه: دا رپورټ خبریالانو روشن نورزي او مهدي جدینیه اېکسټریمیزم واچ دپاره په انګریزۍ کې لیکلی او د وي او ای په انګریزۍ ویب پاڼه شایع شوی: