لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په عراق کې د حکومت خلاف په څلورمه ورځ هم احتجاجونه شوي


د طبي امداد نړیوالې ادارې رېډ کراس یا سره صلیب د جمعې په ورځ په یو بیان کې په احتجاج کوونکو د وسلې د استعمال غندنه وکړه
د طبي امداد نړیوالې ادارې رېډ کراس یا سره صلیب د جمعې په ورځ په یو بیان کې په احتجاج کوونکو د وسلې د استعمال غندنه وکړه

په عراق کې د بې روزگارۍ، بډورشوتونو او بنیادي اسانتیاو د نشتوالي په سر پرله پسې په څلورمه ورځ هم احتجاجونه شوې دي او د هیواد بااثره مذهبي مشر په حکومت غږ کړی چې واک دې پرېښدي. په مظاهرو کې تر اوسه پورې ٥٣ کسان وژل شوې دي.

د عراق په پارلېمنټ کې ترټولو لوې حکومت مخالف اتحاديي مشر مقتده الصدر د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل چې حکومت دې مستعفي شي او د ملگرو ملتونو د څارنې دلاندې دې نوي انتخابات وشي.

د احتجاجونو ختمولو دپاره عراقي امنیتي ځواکونو ډزې کړې دي او چارواکو ویلي تر اوسه په مظاهرو کې ٥٣ کسان وژل شوې دي.

مقتدالصدر
مقتدالصدر

د جمعې په ورځ د حکومت خلاف تازه مظاهرې وشوې او په احتجاجونو کې موجود خبریالانو وویل چې عراقي امنیتي عسکرو نیغ په نیغه په احتجاج کونکو ډزې وکړې.

د عیني شاهدینو ترمخه د جمعې په ورځ په احتجاج کې لږ تر لږه ١٠ کسان ووژل شو یو یوشمېر نور زخمیان شول.

د طبي امداد نړیوالې ادارې رېډ کراس یا سره صلیب د جمعې په ورځ په یو بیان کې په احتجاج کوونکو د وسلې د استعمال غندنه وکړه.

د عراق وزیراعظم عادل عبدالمهدي په ټېلې وژن قام ته وویل احتجاج کوونکي باید خپلې مظاهرې ختمې کړي ځکه چې د هغوی جایزې غوښتنې واریدل شوې
د عراق وزیراعظم عادل عبدالمهدي په ټېلې وژن قام ته وویل احتجاج کوونکي باید خپلې مظاهرې ختمې کړي ځکه چې د هغوی جایزې غوښتنې واریدل شوې

د عراق وزیراعظم عادل عبدالمهدي په ټېلې وژن قام ته وویل احتجاج کوونکي باید خپلې مظاهرې ختمې کړي ځکه چې د هغوی جایزې غوښتنې واریدل شوې.

د عراق پارلېمنټ امر کړې چې په احتجاجونو کې د تشدد پلټنې دې وشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG