په ایران کې پولیس د جمعې په ورځ اعلان وکړو چې د دریو غېر ملکیانو په شمول د ۲۵۰ نه زیات کسان "شېطانیت" ته د ودې ورکولو په لړ کې ګرفتار کړی شوي دي. د ایران د سرکاري مطبوعاتو ترمخه دغه ګرفتاریانې د سرښار تهران نه په مغرب کې پرته سیمه کې شوي دي.
ایرنا خبري ادارې د پولیس د یو بیان له قوله وویل د نیول شویو کسانو څخه ۱۴۶ سړي او ۱۱۵ ښځې دي چې د بیان په قول په لوڅ حالت کې وو او په سرونو، مخ او وېښتو يې د "شېطانیت" تاویزونه، نخښې او علامتونه جوړ وو.
د پولیس ترمخه، ګرفتاریانې يې د په شهریار نومې ښار کې کړي چې د تهران په غرب کې پروت دي او د نیول شویو کسانو څخه درې یورپي شهریان دي.
پولیس په خپل بیان کې وویل د چاپې په مهال يې د "شېطانیت" نخښې، شراب او د ۷۳ موټرو په شمول يې داسې مواد ترلاسه کړي چې انسان په نفسیاتي توګه وېښ ساتي.
په ایران کې د "شېطانیت" په مبینه غونډو د پولس چاپې غېر معمولي خبره نه ده. په ایران کې په شرابو پابندي ده او پولیس وخت په وخت د موسیقۍ په کنسرټونو او داسې محفلونو چاپې وهي چې شراب په کې څښل کېږي.
د کال ۲۰۰۹ د جولای په میاشت کې پوليس په اردبل صوبه کې درې کسان د "شېطان د عبادت" په الزام ونیول.
هم د دغه کال د می په میاشت کې ایراني مطبوعاتو وویل پولیس په شیراز ښار کې ۱۰۴ "شېطان عبادت" کوونکي کسان په یو کنسرټ د چاپې په مهال ونیول. نیول شویو کسانو په مبینه توګه شراب او وینه څښله.
په ۲۰۰۷ کې پولیس په تهران کې په یو باغ کې په مبینه غېرقانوني کنسرټ چاپه کې ۲۳۰ کسان ګرفتار کړل.
د شیعه اکثریت ملک ایران چارواکو په تېرو وختونو کې د موسیقۍ د راک او هېوي مېټل کنسرټونه د شېطانیت غونډې بلل دي دي.
Forum