لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کربلا کې د عاشورې د جلوس په موقع ټېل ماټېل کې ٣١ کسان مړه شوي


د نهې، سه شنبې، په ورځ د عاشورې جلوس په کربلا کې د امام حسین د مزار په لورې روان و چې د ټېل ماټېل پېښه رامنځته شوه
د نهې، سه شنبې، په ورځ د عاشورې جلوس په کربلا کې د امام حسین د مزار په لورې روان و چې د ټېل ماټېل پېښه رامنځته شوه

د عراق په کربلا ښار کې د عاشورې جلوس د ختمیدو په وخت ټېل ماټېل کې ٣١ کسان مړه شوي او ١٠٠ پورې نور زخمیان دي.

د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه، په کربلا کې د عاشورې د جلوس د ختمیدو په وخت یو پل مات شو او چې په خلکو کې ټېل ماټېل جوړ کړو. په جلوس کې په زرگونو خلک شامل وو.

ای پي وايي په تېرو کلونو کې سخت دریځې سني وسله والو ډلو په عراق کې د عاشورې په جلوسونو حملې کړې دي خو د نهې، سه شنبې، په ورځ دغه جلوس په امناکه ماحول کې وشو.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د عاشورې جلوس په کربلا کې د امام حسین د مزار په لورې روان و چې د ټېل ماټېل پېښه رامنځته شوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG