لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په تهران کې د هېواد د خراب اقتصاد په سر احتجاجونه وشول


د ایران تاریخي "بازار بزرگ
د ایران تاریخي "بازار بزرگ

د ایران پایتخت تهران کې د هېواد په خراب اقتصادي صورتحال د قهرجنو مظاهره چیانو او د پولیس ترمنځ د گل، دوشنبې، په ورځ د پارلیمنټ د ودانۍ مخې ته نښتې وشوې.

د ایسوسي ایټډ پرېس خبري ادارې د رپورټ ترمخه، د احتجاج په اړه خپرو وډیوگانو کې لیدل کېږي چې د مظاهره چیانو د کاڼو په بدل کې پولیس په مظاهره چیانو د اوښکو گیس وورولو.

یوه ورځ وړاندې احتجاج کونکو په تهران کې د موبایل ټېلې فونونو او د الیکټرانکس سامان دوه مارکېټونه او د ښار تاریخي بازار چې "بازاربزرگ" نومېږي، وتړل.

په ایران کې د اقتصاد په اړه مظاهرې په داسې حال کې کیږي چې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ایران سره د هېواد د اېټمي پروگرام په سر شوي معاهده ختمه کړه او په ایران یې اقتصادي پابندۍ بیا پرځای کړې.

اي پي وايي په سمدستي توگه دا نه معلومیږي چې د مظاهرو مشري څوک کوي.

خو د ایران فارس، ايي ایس این ای او تسنیم خبري ادارې وايي په بازار برزگ کې احتاجونه په داسې مهال شروع شول چې د ډالر په مقابله کې ایراني ریالا ٩٠٠٠٠ ته ورغوځیدو ددې باوجود چې حکومت کوښښونه کول چې ریال وه نه غورځیږي.

د صدر حسن روحانی حکومت د اقتصادي مشکلاتو او د بې روزگارۍ د لوړې کچې سره مخامخ دی.

حکومت د یو ډالر بیعه ۴٢٠٠٠ لگولې ده خو په غېرقانوني توگه ډالر په ٩٠٠٠٠ خرڅېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG