لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران تېر کال 834 کسانو ته د تېزندۍ سزا ورکړې ده 


د بشري حقونو ډلې وایي ایران پروسږ کال لږ تر لږه 834 کسانو ته د تېزندۍ سزا ورکړې ده چې د 2015م کال را په دې خوا دا د تېزندۍ د سزا تر ټولو لوړه شمېره ده اؤ دا شمېره ښیي چې په ایران کې د تېزندۍ سزا حیرانوونکې کچې ته لوړه شوې ده.

په دې وروستیو کې په ایران کې خلکو ته د ورکړل شوؤ تېزندیو شمېره د کال 2022م په پرتله څه 43 فیصدي زیاته وه .

په ناورې کې فعال د" ایران هیومن رایټس" اؤ پیرس کې د فعال "ټوګیدر اګینسټ ډیتهـ پینلټي" نومي سازمانونو په یو ګډ رپورټ کې ویل شوي چې په دوؤ لسیزو کې دا دویم ځل دی چې د یو کال په موده کې تر اتو سوؤ زیاتو کسانو ته د تېزندۍ سزاګانې ریکارډ کړل شوي دي.

تر دې وړاندې کال 2015م کې 972 کسانو ته د تېزندۍ سزاګانې ورکړل شوې وې.

د بشري حقونو دغو سازمانونو تور لګولی دی چې ایران په ستمبر کال 2022م کې د پولیسو ولکه کې مهسا امیني له وژل کېدو وروسته د مظاهرینو د ویرولو لپاره د تېزندۍ د سزاګانو لړۍ چټکه کړې ده.

د آي ایچ ار مشر محمود امیري مغادم دې رپورټ کې 834 کسانو ته د تېزندۍ سزاګانې ورکول حیرانوونکې بللي اؤ وایي په ټولنه کې د ویرې خورولو د خپلې واکمنۍ پځای ساتلو لپاره حکومت سره د تېزندۍ سزا یوازینۍ طریقه ده اؤ دوي دا سزا د یوې سترې وسلې په توګه کاروي.

د آي سي پي ایم مشر رافیل حازان ویلي ایران کې حکومت د احتجاجونو پرضد د جګړې لپاره د تېزندۍ له سزا څخه د مرګ یوه اله جوړه کړې ده.

د بشري حقونو د ډلو له مخې ایران کال 2022م کې د احتجاجونو په مهال په امنیتي ځواکونو د بریدونو په اړه مقدمو کې نهه کسان تیزندي کړي‌ دي اؤ تر دې وخته دوؤ کسانو ته په کال 2022م کې،6 ته په کال 2023م کې اؤ یو ته په کال 2024 کې دا سزاګانې ورکړل شوي دي.

دغه ډلې وایي چې د نورو تورونو په اساس هم د تېزندۍ سزاګانو کې اضافه رامنځته شوې اؤ زیاتره د منشیاتو په مقدمو کې خلکو ته د تېزندۍ سزاګانې ورکړل شوي دي.

رپورټ کې ویل شوي چې کال 2023م کې د منشیاتو مقدمو کې د تېزندۍ د سزاګانو کچه لوړه شوې ده اؤ 471 کسانو ته په دغو مقدمو کې د تېزندۍ سزاګانې ورکړل شوي دي ، وایي دا کچه په کال 2020م کې د منشیاتو مقدمو کې دتېزندۍ ورکولو له کچې 18 چنده سیوا ده.

نسلي اقلیتونه اؤ ښځې :

رپورټ کې ویل شوي چې د نسلي اقلیتونو سره د تړاؤ لرونکو په ځانګړي ډول د ایران په جنوب ختیځو سیمو کې ګڼ شمیر سني بلوڅ اؤ بهاري ټولنې سره مربوط کسانو ته د منشیاتو په تورونو کې د تېزندۍ سزاګانې ورکړل شوي دي.

رپورټ وایي پروسکال د بلوڅ اقلیت سره تړاؤ لرونکي لږ تر لږه 167 کسان تېزندي کړل شوي دي.

په ایران کې زیاتره د مرګ سزاګانې د زندانونو دننه ورکول کیږي خو دا رپورټ‌وایي چې تېرکال په ایران کې کومې تېزندۍ سرعام ورکړل شوي هغه د کال 2022 په مقابله کې درې برخې زیاتې وې.

د بشري حقونو د ډلو دا رپورټ وایي چې لږ تر لږه 22 ښځې هم تېزندي کړل شوي دي چې دا په تېره لسیزه کې د ښځو د تېزندۍ تر ټولو لوړه شمېره وه.

د بشري حقونو ډلې د چین نه وروسته ایران په نړۍ کې د مرګ د سزاګانو ورکوونکی تر ټولو ستر هیواد ګڼي.

په چین کې خلکو ته د مرګ د سزاګانو ورکولو کره شمېرې مخې ته نه دي راغلي خو په پراخه کچه داسې باور کیږي چې هلته هر کال په زرګونو کسانو ته د مرګ سزاګانې ورکول کیږي.

آي ایچ ار وایي چې یوازې د روان کال په اوږدو کې په ایران کې تر اوسه 83 کسان تېزندي کړل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG