لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایراني میډیا واېي ایران ۴ امریکاېي قیدیان خوشي کړي


Iran US New Normal
Iran US New Normal

ایران وېلي د امریکا سره د بندیانو د خوشي کولو یو تړون لاندې به نند خالي په ورځ څلور ایراني امریکایان خوشي کوي. د ایراني میډیا تر مخه پدغو کي د واشنګټن پوسټ اخبار خبریال جېسن رضایان هم شامل دی.

که څه هم ایران ددغه څلورو قیدیانو/ بندیانو نور تفصیل نه دی ورکړی. خو د تهران سرکاري وکیل عباس جعفري تر مخه دغه ګام د ایران قامي امنیتي شورا لخوا د امر وروستو پورته کیږي. د ایران لخوا دغه فیصله پداسې مهال شوی چې د ایټمي پروګرام په سر پری لګیدلي بندیزونه هم پورته کیږي.

خبریال رضایان د امریکا او ایران شهریت لري او په تهران کې د واشنګټن پوسټ اخبار مشر یا بيورو چیف وو. رضایان د تیرو ۵۰۰ ورځو نه په قید کې وو او تیر کال ورته د بندو دروازو شا ته په یوه قضیه کې د جاسوسۍ په تور سزا هم اورول شوې وه.

داسې ګمان کیږي چې په ایران کې درې نور امریکایان هم بندیان دي پدغو کې امیر حکمتي څوک چې پخوانې امریکاېي میرین عسکر دی او په کال ۲۰۱۱م کې د تهران نه هغه وخت نیول شوی وو کله چې د خپلې کورنۍ سره ملاقات له تللی وو. دویم امریکاېي سعید عبیداني هم پدغه شان حالاتو کې په کال ۲۰۱۲م کې د تهران نه نیول شوی وو.

رابرټ لیونسن د امریکا استخباراتي اداری ایف بي اېې پخوانی کار کونکی وو، او په کال ۲۰۰۷م کې د ایران لخوا نیول شوی. خو تر دی دمه دا نه ده معلومه چې لیونسن په خوشي کیدونکو کې شامل دی او که نه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG