لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران څلور کردان اسرایل ته د جاسوسۍ په تور په دار کړي، د بشري حقونو ډلو یې غندنه کړې


زوړ عکس: خلک په نیویارک کې د ایران د مرګ د سزاګانو خلاف احتجاج کوي.
زوړ عکس: خلک په نیویارک کې د ایران د مرګ د سزاګانو خلاف احتجاج کوي.

ایران پرون بیا د دې هېواد د کردي اقلیتونو څلور تنه اسرایل ته د جاسوسۍ په تور په دار کړل او د بشري حقونو د ډلو هغه کمپېن یې رد کړ، چې د دغو کسانو د ژوند ژغورنې لپاره یې کاوه او د دوی مقدمې یې غیرمنصفانه ګڼلې.

د ایران د عدلیې آنلاین ویبپاڼې «میزان» خبر ورکړی، چې دغه څلور تنه د ګل- دوشنبې په سهار وختي‌ زېندۍ کړل شوي دي، وایي پر دوی تور لګېدلی وو چې د اسرایل په لارښوونه یې په مرکزي ولایت اصفهان کې د ایران د دفاعي مرکز د تخریبولو په پلان کې همکاري کوله.

د ميزان په رپوټ کې ویل شوي، "د موساد جاسوسي ادارې له خوا ګومارل شوې عملياتي ډله ونیول شوه چې د دفاع وزارت اړوند د دفاعي وسیلو او د میزایلو د صنعت په يوه کارخانه کې يې د بم ښخولو پلان درلود."

دغه کسان د 2022م په جولای کې نیول شوي وو او نومونه یې محمد فرامرزي، محسن مظلوم، وفا اذربار او پژمان فتحي ښودل شوي دي.

ایران تور پورې کړی چې دا کسان تر یادو عملیاتو "څه ناڅه یو نیم کال وړاندې" موساد ګومارلي وو او د پوځي روزنې دپاره افریقايي هېوادونو ته لیږل شوي وو."

د دغو څلورواړه کسانو عمرونه تر 30 کلونو کم دي او دوی ته د مرګ سزا پر اسرایل د حماس تر بریدونو مخکې د تېر 2023م په ستمبر میاشت کې اورول شوې وه.

د دغو کسانو د زندۍ کولو په اړه مخکې هم خبرداری ورکړل شوی وو ځکه چې ژوند یې په خطر کې وو او د تېرې یکشنبې- اتوار په ورځ یې د کورنۍ غړي د وروستي ملاقات لپاره ور بلل شوي وو.

د بشري حقونو ډلو په ایران کې د خلکو د مرګ په سزاګانو اندېښنې ښکاره کړې دي ځکه چې وایي په وروستیو کې په دې هېواد کې دا ډول د خلکو زېندۍ کول زیات شوي او وایي روانه میاشت لږ تر لږه هره ورځ یو تن ته د مرګ سزا ورکړل شوې ده.

د بشري حقونو لپاره کارکوونکې نړیواله اداره ایمنیسټي‌ انټرنېشنل وایي، دغه څلور تنه په دار کړل شوي کسان "ایراني کردي مخالفین" وو او دوی ته له "پټې غیرمنصفانه مقدمې" وروسته د مرګ سزا اورول شوې ده.

ایمنیسټي د 2022م په جولای کې د دغو کسانو نیول کېدل "جبري بې درکي" بللې او وایي دوی په ایراني ټیلیويژن باندې پر خپل جرم باندې "اعتراف" کولو ته مجبوره کړی شوي وو. د ایمنیسټي په وینا ایراني چارواکي‌ معمولاً د فعالینو د ویرولو او تر فشار لاندې راوستلو لپاره دغه طریقه استعمالوي.

په ناروې کې د ایران د بشري حقونو د تنظیم مشر محمود امیري مقدم ویلي، " دغو څلورو بندیانو ته له اذیت او غیرمنصفانه مقدمې وروسته د اعترافونو په بنیاد د مرګ سزا اورول شوې ده او دا یوه غیرعدالتي وژنه ګڼل کیږي".

د ایران دغه د بشري حقونو تنظیم وایي په ایران کې تر اوسه په روان کال کې لږ تر لږه 65 کسانو ته د مرګ سزا ورکړل شوې ده.

د کردانو د بشري حقونو یوې ډلې هنګاو ویلي، د دغو څلور واړه په دار شویو کسانو عمرونه د 26 او 28 کلونو تر منځ وو او ټول د ایران د غربي سیمې کردان وو، دغه ډله وایي دغه کسان "له بنیادي قانون حق، ملاقاتونو او له خپلو کورنیو سره له خبرو محروم ساتل شوي وو".

ایران یوه میاشت وړاندې د دسمبر په پای کې هم د یوې ښځې په ګډون څلور کسان د اسرایلو له استخباراتي ادارې موساد سره د اړیکو په تور په دار ځړولي وو.

تر هغه وړاندې یې د دسمبر په 16مه هم د ایران په سویل ختیځ سیستان بلوچستان صوبه کې د زاهدان په زندان کې د اسرایل د جاسوسۍ په تور یو تن تېزندي کړی وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG