لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایران: هوثي یاغیانو ته د ایران لخوا د وسلو ورکولو تورونه پارونکي دي


تیره هفته په ملگرو ملتونو کې د امریکې استازي نېکي هېلي خبریالانو ته د هغه مزایل برخې ووښودلې چې د هغې په وینا په ایران کې جوړ شوی و

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف دولتي رسنۍ ته د چهارشنبې په ورځ ویلي دي، د ایران په اړه د امریکا هغه تورونه بې بنسټه دي چې وايي د یمن هوثي یاغیان د سعودي عربستان په وړاندې بریدونو کې هغه وسلې کاروي چې ایران ورکړیدي.

ظریف ویلي دي، د امریکا دا ډول څرګندونې پارونکې دي او امریکا هڅه کوي له هغه بمبارۍ څخه دخلکو پام واړوي، چې د امریکا لخوا یې ملاتړ کېده او بې ګناه یمنیان په کې وژل شویدي.

ایران د هوثي یاغیانو ملاتړ کوي خو دا ردوي چې ګواکې دوی ته وسلې ورکوي. هوسي یاغیانو د ۲۰۱۴ کال د وروستیو راهیسې د یمن پلازمینه تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.

امریکا د سعودي په مشرۍ د جوړې شوې ټلوالې ملاتړ کوي کومه چې د تېرو دریو کالو راهیسې په نړیواله توګه د یمن د پېژندل شوي ولسمشر عبدو ربو منصور هادي په پلوي له هوثي یاغیانو سره جګړه کوي.

د ملګرملتونو د امنیت په شورا کې د امریکا استازې نیکې هیلې په واشنګټن ډي سي کې خبریالانو ته د هغه توغندي ټوټې وښودې کوم چې پدې وروستیو کې د هوثي یاغیانو لخوا توغول شوی وه.

د یمن هوثي یاغیانو یو ځل بیا د سې شنبې په ورځ د سعودي په پلازمینې باندې توغندی توغولی او ویلي دي چې هدف یې په ریاض کې د یاماما د قصر ویشتل و.

د سعودي په مشرۍ ټلواله چې د تېرو دریو کلونو راهیسې د هوثي یاغیانو پرضد جګړه کوي وايي چې دوی د توغندي دغه برید شنډ کړی دی.

دولتي رسنۍ وايي چې په دغې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په سعودي عربستان باندې د هوثي یاغیانو لخوا د تېرې میاشتې د توغندي توغولو په غبرګون کې د سعودي په مشرۍ ټلوالې له یمن سره خپلې ټولې هوايي، ځمکنۍ او بحري لارې تړلې وې.

ریاض ویل چې دا کار یې ددې لپاره کړی وه چې ایران هوثي یاغیانو ته وسلې وه نه لیږي او زیاته کړې یې وه چې کچېرې ایران داسې کار وکړي نو دا به د جګړې د اعلان په معنی وي.

XS
SM
MD
LG