لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران خارجه وزیر لرې کړی شوی


د ایران نوی ټاکلی شوی موقتي خارجه وزیر علي اکبر صالحي د اروپائي اتحاد اسازي سره د خپل هیواد لانجمن ایټمي پروگرام په حقله د خبرو وړاندې د کیمرو مخ ته ولاړ دی
د ایران نوی ټاکلی شوی موقتي خارجه وزیر علي اکبر صالحي د اروپائي اتحاد اسازي سره د خپل هیواد لانجمن ایټمي پروگرام په حقله د خبرو وړاندې د کیمرو مخ ته ولاړ دی

د ایران صدر محمود احمدي نژاد د هیواد خاجه وزیر منوچهر متقي د خپلې چوکۍ نه لرې کړی دی.

د گل په ورځ یو لنډ بیان کې صدر محمود احمدي نژادمنو چهر متقي ته د هغه په خدماتو شکریه ادا کړې خو د هغه د لرې کولو په حقله يي کوم وضاحت نه دی وړاندې کړی.

منوچهر متقي د تیرو پنځوؤ کلونو راهسې د ایران خارجه وزیر ؤ.

د ایران د ایټمي پروگرام مشر علې اکبر صالحې د خارجه وزارت موقتي مشر ټاکلی شوی دی.

د ایران سرکاري خبرې ادارې مهر وئیلې محمود احمدی نژاد منوچهر متقي ته خط کې د هغه شکریه ادا کړې ده.

د منوچهر په ځائې ټاکل شوی موقتې خارجه وزیر علې اکبر صالحې د صدر محمود احمدي نژاد نزدې ملگری گڼلی کیږي.

خبرې رپورټونه وائې د تیرې څه مودې راهسې د ایران د پارلیمان غړو غوښتنه وه چې که چرې د ملگرو ملتونو امنیتي شورا یا سکیورټي کاؤنسل د ایران خلاف د ایټمي پروگرام په سر نورې پابندۍ اولگولې نو منوچهر متقي دې د خپلې چوکۍ نه لری کړی شي.

د پارلیمان د غړو نظر ؤ چې منوچهر متقي نه خو دومره مظبوط او نه دومره خوله ور دی چې د ایټمي پروگرام په حقله د ایران دریز په بهتر ډول په نړې واله کچه وړاندی کړی شي.

د ایران خلاف د نړې والو پابندو څلورمه کړۍ د جون په میاشت کې عملي کړی شوې ده.

علي اکبر صالحي په داسې وخت کې موقتي خارجه وزیر ټاکلی شوی دی چې د ایران نړې والو قوتونو سره د خپل لانجمن ایټمي پروگرام په سر خبرې اترې بیا شورو کړې دي.

نړې واله ټولنه غواړې چې ایران دې د یورینیم تیارولو عمل بند کړې ځکه چې هیواد ایټمي وسلې جوړول غواړي خو ایران وائي د ایټمي پروگرام هدف يي توانائي پیدا کول دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG