لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران وایي په نطنز جوهري مرکز کې وراني، یو ترهګریز عمل و


د ایران په نطنز جوهري مرکز کې د یورېنمیو غني کولو دپاره لګېدلي سنټرفیوجونه
د ایران په نطنز جوهري مرکز کې د یورېنمیو غني کولو دپاره لګېدلي سنټرفیوجونه

د ایران د جوهري چارو مشر د اتوار/یکشنبې په ورځ د هغه هېواد په نطنز نومي جوهري مرکز کې د بجلۍ د بندېدو عمل «د جوهري ترهګرۍ» یو عمل ګرځولی دی.

د ایران د اېټمي ادارې مشر علي اکبر صالحي د ملک سرکاري ټلي وېژن سره خبرو کې ویلي: «ایران اسلامي جمهوریت د دې ناوړه ګام په غندلو سره، په دې ټینګار کوي چې په کار ده نړېوالې ادارې او د اېټمي انرجۍ نړېواله اداره د دې جوهري ترهګرۍ سره مقابله وکړي.»

صالحي پخپلو خبرو کې هېڅوک په دې مبینه حمله کې په ښکاره تورن نکړل.

تر دې وړاندې، د ایرن سرکاري ټلي وېژن رپوټ ورکړ چې د نطنز په جوهري مرکز کې د یورېنیمو د غني کولو دپاره د یو شمېر سنټرفیوجونو له چالو کولو څو ګېنټې پس، د بجلۍ د تقسیم په نظام کې ستونزه پیدا شوه.

د ایران د اېټمي انرجۍ د ادارې ویاند بهروز کمال وندي وویل: «په دې پېښه کې هیچا ته ځاني زیان ندی رسېدلی او نه کومه آلودګي رامنځته شوې ده.»

د اېټمي انرجۍ نړېواله اداره (آی اې اي اې – IAEA) چې د ملګرو ملتونو په استازیتوب د ایران جوهري منصوبې څاري، د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې د نطنز پېښې نه آګاه ده او هلته پرمختګونه څاري، مګر نور جزییات یې ورنکړل.

د اتوار/یکشنبې په ورځ څو اسرائیلي رسنیو رپوټ ورکړ چې ښایي د نطنز په پېښه کې د اسراییلي استخباراتو لاس وي او کیدای شي دا یو سایبري یا انټرنېټي حمله وي.

د ایران نطنز جوهري مرکز باندې پخوا هم حملې شوي دي، لکه قریب لس کاله مخکې چې ورباندې سایبري بریدونه وشول او په هغه کې امریکا او اسرائیل ملامت وګرځول شول.

په تېر جولائی میاشت کې هم د ایران په نطنز جوهري مرکز کې یو اسرارآمیزه چاودنه شوې وه، چې ایراني چارواکو هغه یو سبوتاج یا تخریب کاري ګنلې وه.

اسرائیل او امریکا په نطنز کې د بجلۍ د بندیدو په تړاو وروستۍ پېښې باندې څه تبصره نده کړې. دا پېښه یوه ورځ پس له هغه وشوه چې د ایران صدر حسن روحاني، په یوه دستوره کې چې په ټلي وېژن باندې به راه راست لیدل کېدله، د ترقي یافته سنټرفیوجونو د کار پیل وڅاره. دا سنټرفیوجونه، یورېنیم غني کوي او غني شوي یورېنیم نه د جوهري وسلو په جوړولو کې کار اخیستل کیدی شي. مګر روحاني بیا هم ټینګار وکړ چې د ایران جوهري منصوبه، پوځي اړخ نه لري او د بم جوړولو دپاره نده بلکې پرامنه ده او مقصد یې د انرجۍ ترلاسه کول دي.

یاده دې وي چې امریکا او ایران په دې تېره هفته کې په ویانا کې غیرمستقیمې خبرې وکړې او په دې راضي شول چې دا هفته به د مذاکراتو دویمه مرحله پیل کړي او کوشش به وکړي چې یو بل د هغې لوظنامې عملي کولو ته وهڅوي کوم چې کلونه مخکې د ایران، او د نړۍ د طاقتوره ملکونو ترمنځ دستخط شوې وه خو امریکا بیا د ډانلډ ټرمپ د صدارت په دوره کې ورنه ووت.

د بایډن انتظامیه وایي که ایران د هغې لوظنامې پوره خیال وساتي، نو امریکا به بېرته په لوظنامه کې شامل شي، مګر ایران وایي اول دې امریکا د دوی نه پابندۍ لېرې کړي، بیا به د یورېنیمو غني کول دروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG