لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران وائې د بندیزونو خلاف به گام پورته کوي


ایران وائې دامریکې لخوا د بندیزونو په ضد کې به گامونه پورته کوي او د ایټمي خشاک د تبادلې د پاره پلان په په شا هم تللی شي

د ایراني پارلیمان سپیکر ویلې که امریکا د ایران خلاف په نوي بندیزونو ټنگار کوي نوهیواد به يي د ایټمي خشاک په اړه د مجوزه پلان نه په شا شي.
د اتوار په ورځ په سرکاري ټیلي ویژن نشر شوې وینا کې پارلیماني سپیکر علي لاریجاني وویل چې ایران به د خشاک د تبادلې د پاره اعلان کړی شوی پلان رد کړې که چرې امریکې د ملگرو ملتونو د امنیتي شورا سیکیورټي کاؤنسل او یا د امریکې کانگرس د لارې په ایران باندې نوي بندیزونه وولگول.
هغه وویل چې ایران د ملگرو ملتونو ایټمي ادارې انټرنیشنل ایټامک اینرجي ایجنسۍ سره خپلې همکارۍ ته هم بیا کته کولی شي.
تیره هفته امریکې او یو شمیر نورو نړي والو قوتونو د ملگرو ملتونود یو قرارداد مسودې ته منظوري ورکړه چې تر مخه به يي د ایران خلاف نوي پابندۍ لگول کیږي که چرې ایران د یورینیم جوړولوعمل ؤنه درولو.
دقرارداد دمسودې نه وړاندې ایران ویلې ؤ چې ترکې ته به په ټیټه کچه صفا ١٢٠٠ کلوگرامه یورینیم ورکوي او په بدل کې به ترې په اوچته کچه صفا یورینیم اخلي چې د سرښار تهران سره نزدې د طب د پاره تحقیقاتي بهټۍ کې به يي استعمالوي.
ایران ویلې ؤ چې د خشاک د تبادلې په حقله یو خط به د گل په ورځ ائي ای ايي ای ته لیږي.
امریکا او د امریکې غربي ایتلافي هیوادونه په ایران د ایټمي وسلو جوړولو شک کوي خو ایران وائې چې د ایټمي پروگرام هدف يي توانائې جوړل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG