لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمود احمدي نژاد وائې امریکا باید د ایران تجویز وومني


ایران وائې د ایټمي خشاک د تبادلې په لړ کې تجویز يي د ملگرو ملتونو ایټمي ادارې انټرنیشنل ایټامک اینرجي ایجنسۍ یا اي ای ايي ای ته ورکړی دی
ایران وائې د ایټمي خشاک د تبادلې په لړ کې تجویز يي د ملگرو ملتونو ایټمي ادارې انټرنیشنل ایټامک اینرجي ایجنسۍ یا اي ای ايي ای ته ورکړی دی

د نوي بندیزونو سره مخ، ایران وائې امریکا او روس د ایټمي خشاک د تبادلې په حقله باید د ایران تجویز وومني. ایراني صدر محموداحمدي نژاد وائې دا به د ایران ایټمي پروگرام سره تړلي کړکیچ ختمولو د پاره اخرۍ موقع وي

د ایران صدر محمود احمدې نژاد ویلې چې امریکا او روس باید د ایټمي خشاک د تبادلې د پاره د ایران وړاندیز وومني.
هغه خبرداری اوکړو چې د ایران د ایټمي پروگرام سره تړلي کړکیچ ختمولو د پاره دا به اخري موقع وي.
د شورو په ورځ په ټیلي ویژن نشر شوې وینا کې محمود احمدي نژاد وویل چې د ایټمي خشاک د تبادلې په لړ کې تجویز د امریکې صدر باراک اوبامه د پاره ډیره ښه موقع ده.
محمود احمدې نژاد په روس ټکونه ووکړل چې د ایران خلاف د نورو بندیزوونو ملاتړيي کړ دی.
د گل په ورځ ایران د ملگرو وملتونو ایټمي ادارې انټرنیشنل ایټامک اینرجي ایجنسي ته د ایټمي خشاک د تبادلې په لړ کې خپل تجویز وړاندې کړو.
د پلان ترمخه ایران غواړي چې ترکي ته د ټیټې کچې صفا ١٢٠٠ کلوگرامه یورینیم وولیږي. په بدل کې ترکې به ایران ته زیات صفا یورینیم ورکوي چې د تهران سره نزدې یوه تحقیقاتي بهټۍ کې به کارول کیږي.
د امریکا په گډون غربي نړي وائې چې ایران ایټمي وسلې جوړول غواړي او د یورینیم صفا کولو خپل پروگرام دې ووتړي. ایران وائې د ایټمي پروگرام هدف يي توانائې جوړول دي.
په ملگرو ملتونو کې د غربي نړۍ یو شمیر هیوادونو چې امریکا هم پکښې شامله ده، د یو قرارداد مسوده منظوره کړې ده چې ترمخه به يي د ایران خلاف نوي بندیزونه لگول کیږي.


ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG