لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایران د یورېنیم تیارولو په لورې گام پورته کړو چې د اېټمي تړون سرغړونه کېدلی شي


ایران د هېواد په فردو اېټمي مرکز کې د یورېنېیم تیارولو دپاره سېنټرېفیوجز نومې الاتو ته د گیس رسد شروع کړو. اېسوسي اېټډ پرېس خبري اداره وايي د ایران دغه گام د نړیوالو قوتونو سره د ایران د لوظنامې برعکس دی.

په عین حال کې ایران دا هم ویلي چې د ملگرو ملتونو د اېټمي توانايي ادارې ايي ای ايي ای یو څارنه کوونکي ته یې تېره هفته د نطنز اېټمي مرکز ته د تگ اجازت نه دی ورکړی. دا لومړی ځل دی چې ایران د کال ٢٠١٥ د اېټمي معاهدې وروسته دغه ډول گام اخیستی دی.

ای پي وايي د ایران ورستي گامونه په یورپي هیوادونو فشار زیاتوي چې خپلو خام تېلو د خرڅولو دپاره ایران ته لار راوباسي، په داسې حال کې چې امریکې د ایران سره داېټمي معاهدې ماتولو وروسته په ایران اقتصادي پابندۍ بیا پرځای کړې دي.

ای پي په خپل رپورټ کې د ایران د اېټمي توانايي ادارې له قوله وویل چې ایران د شورو، چهارشنبې، د نیمې شپې وروسته د فردو په اېټمي مرکز کې سېنټرېفیوجز ته د گیس رسد پېل کړو او دا چې د ملگرو ملتونو یو انسپکټر یا څارنه کوونکي دا عمل ولیدلو.

سېنټرېفیوجز نومې الات یورېنیم صفا کوي او دې الاتو د گیس رسد دا معنا لري چې ایران به اوس یورېنېیم د څلور اشاریه پنځه فیصد کچې پورې صفا کولی شي. دغه کچه د نړیوالو قوتونو سره د ایران د لوظنامې د حد نه زیاته ده خو د اېټمي وسلو تیارولو د ٩٠ فیصد نه ډیره ټیټه ده. اېټمي وسلې دپاره یورېنېیم باید چې د ٩٠ فیصد پورې صفا کړی شي.

د فردو اېټمي مرکز د غرونو لاندې د ایران د قم ښار په شمال کې دی.

په فردو کې ایران ١٠۴۴ سېنټرېفیوجز لري. په کال ٢٠١٥ کې ایران د امریکې، چین، روس، برطانیه، فرانس، جرمني او یورپي یونین سره معاهده کې راضي شو چې د یورینېیم د تیارولو دپاره په حد وټاکي. په بدل کې دغو قوتونو په ایران لگول شوي اقتصادي بندیزونه نرم کړل. خو د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ خپل هېواد د معاهدې څخه ویستلی دی او په ایران یې اقتصادي پابندۍ بیا پرځای کړې دي.

ایران وايي اېټمي پروگرام یې د پرامنه مقاصدو دپاره دی. خو صدر ټرمپ او اسرائیل وايي ایران اېټمي وسله ترلاسه کول غواړي. امریکايي صدر ویلي ایران به هیڅ کله هم اېټمي وسله ترلاسه کولو ته نه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG