لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران ایټمي پروگرام په اړه معاهدې دپاره مذاکرات جاري دي


یو ایراني سفارتکار ویلي خبرو اترو سر ته رسولو دپاره څه کره نټیه نشې ټاکلی کیدی او که د امریکې داسې څه خواهش وي نو ضروري نه ده چې نور فریقین ورسره متفق دي.
د سپېنې ماڼۍ ترجمان جاش ارنسټ ویلي مذاکراتو دپاره د نهې یا سهشنبې د ورځې ټاکلې شوي نیټي نه د تیریدلو امکان موجود دی.
یو ایراني سفارتکار ویلي خبرو اترو سر ته رسولو دپاره څه کره نټیه نشې ټاکلی کیدی او که د امریکې داسې څه خواهش وي نو ضروري نه ده چې نور فریقین ورسره متفق دي. د سپېنې ماڼۍ ترجمان جاش ارنسټ ویلي مذاکراتو دپاره د نهې یا سهشنبې د ورځې ټاکلې شوي نیټي نه د تیریدلو امکان موجود دی.

د ایران ایټمي پروگرام په اړه د جامعه لوظنامې په تکل کې مرکچیان د مذاکراتو په اخیرۍ ورځ ویانه ته رسیدلې دي.

مرکچیانو معاهدې ته د رسیدو دپاره د نهې یا سه شنبې ورځې نیټه ټاکلی ده. خو اوس هم لا د اختلاف ډیر ټکې پاتې دي او چې دا امکان موجود دی چې د مذاکراتو دا دور به څو ورځې نور هم جاري وي.

د گل یا دوشنبې په ورځ ناوخته د ایران، امریکې، چین، فرانس، روس او جرمني د مرکچیانو ترمنځ د مذاکراتو یو دور وشو چې د نهې د سحر وختي پورې وغزځیدو.

په ویانه کې د کیدونکو مذاکراتو هدف دا دی چې د ایران ایټمي سرگرمۍ محدودې کړی شي. په بدل کې په ایران د غربي قوتونو لخوا لگیدلې اقتصادي پابندۍ نرمې شي.

د مذاکراتو ددې دور دپاره د اپریل په میاشت کې چوکاټ برابر کړی شوی وو. خبرې اترې تیره هفته سر ته رسیدونکې وي خو بیا وغزځولی شوې او اوس چارواکو دا اشاره کړې ده چې دوې نور وخت غواړي.

یو ایراني سفارتکار ویلي خبرو اترو سر ته رسولو دپاره څه کره نټیه نشې ټاکلی کیدی او که د امریکې داسې څه خواهش وي نو ضروري نه ده چې نور فریقین ورسره متفق دي.

د سپېنې ماڼۍ ترجمان جاش ارنسټ ویلي مذاکراتو دپاره د نهې یا سهشنبې د ورځې ټاکلې شوي نیټي نه د تیریدلو امکان موجود دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG