د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د جمعې په ورځ خبرداری وکړو چې که اسرایل د فلسطینیانو په غزسیمه حملې په سمدستي ډول و نه درولې نو تشدد به د منځنیځ نورو برخو ته هم وغځېږي.
عبداللهیان د لبنان سرښار بېروت کې خبریالانو سره خبرې کولې. د دې نه مخکې هغه د لبنان هم منصب سره ولیدل. دواړو وزیرانو په اسرایل غږ وکړو چې په غزه دې حملې ودروي.
عبداللهیان د حزب ډلې مشر حسن نصرالله او د لبنان نګران وزیراعظم نجیب مېکاتي سره هم ولیدل.
بېروت ته د تګ نه مخکې عبداللهیان بغداد ته تللی و او ټاکل شوې وه چې د جمعې په ورځ به هغه د شام سر ښار دمشق ته سفر کوي.
ایران د هغه مسلح تنظیمونو مشر بلل کېږي چې د "اېکسېس اف رېسېټنس" یا د مزاحمت د محور په نامه یادېږي او د لبنان حزب الله او د عراق پاپولر فرنټ په شان ډلې په کې شاملې دي.
په اسرایل د حماس د حملې نه پس دا تشویش پېدا شوی چې جګړه د لبنان سرحد ته پراخېدلی شي چېرته چې حزب الله خپل وسله وال په بېړني حال کې ساتلي دي.
د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د اسرایل پوځ د شام په دوو نړیوالو هوايي اډو، په دمشق او په حلب کې، حملې وکړې او د استعمال جوګه يې پرې نه ښودې. پروازونه د لټیکیا ساحلي ښار ته وګرځول شوو.
د شام په هوايي اډو د اسرایل د حملو نه مخکې د شام نه په ګولان یا جولان غونډیو راکټونه داغل شوي وو. دغه غونډۍ د اسرایل په قبضه کې دي.
د تېرو څو ورځو راهسې د اسرایل او لبنان په سرحد ځای په ځای د تشدد پېښې شوي دي او د ګل، دوشنبې، په ورځ په کې د حزب الله دوه وسله وال ووژل شوو. د اسرایل پوځ وویل یو عسکر يې د ټېنک ضد مزایل حمله کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ ووژل شو.
د جمعې په ورځ روېټرز خبري ادارې وویل چې په جنوبي لبنان کې د اسرایل په پوله یې یو خبریال ووژل شو او دوه نور زخمیان شول. د دې ترڅنګ الجزیره ټېلې وژن او ای اېف پي خبري ادارې وویل چې د جنوبي لبنان په پېښه کې یې دوه دوه خبریالان یې زخمیان شوي دي.
د امريکې صدر جوبایډن د منځني ختیځ نورو لوبغاړو ته خبرداری کړی چې په سیمه کې موجوده شخړه کې دې نا شاملېږي. امریکې اسرایل سره د کلک ملاتړ اظهار کړی سیمې ته یې جنګي بېړې هم لېږلي دي.
د ایران خارجه وزیر وویل دا د "خندا خبره" ده چې امریکا په جنګ کې په ښکیلو فریقېنو غږ کوي چې د زغم نه کار واخلي خو "په جعلي یهودی وجود کې مجرمانو ته اجازت ورکوي چې په غزه کې ښځې، ماشومان او ملکیان ووژني."
هغه وویل که چېرې اسرایل منع نه کړی شو چې په "منظمه ډول جنګي جرمونه" بند کړي نو د هغه په قول بیا د هر امکان تصور کېدلی شي. هغه په دې اړه نور څه وضاحت و نه کړو خو دا دې خبرې ته اشاره کېدلی شي چې د ایران د ملاتړ مسلح ډلې په جنګ کې شاملېدلی شي.
د حماس یو اهم مشر علي برکه اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ته دا هفته په بېروت کې وویل که غزه د تباهۍ د جنګ سره مخامخ کړی شوه نو د حزب الله او ایران په شان اتحادیان یې په جنګ کې شاملېدلی شي.
عبداللهیان وویل امریکا نه شي کولی چې یو خوا په غزه کې د ښځو، ماشومانو او ملکي کسانو د وژلو دپاره بمونه او وسلې ولېږي او بلخوا په فریقېنو غږ وکړي چې د زغم نه کار واخلي.
عبداللهیان غوښتنه وکړه چې د غزه په صورتحال د بحث دپاره دې د اسلامي ملکونو تنظیم او ايي سي غونډه وکړي.
ایراني خارجه وزیر وویل په اسرایل د حماس حملې د اسرایلی وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د تګلارو په جواب کې شوي دي.
Forum