د ایران په سفر د پاکستان وزیراعظم عمران خان سره د گل، دوشنبې، په ورځ د خبرو وروسته د ایران صدر حسن روحاني مشترکه خبري غونډې ته وویل ایران او پاکستان به په شریک سرحد د ترهگرۍ د مخنیوي دپاره گډ ځواک جوړوي.
د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، حسن روحاني وویل دغه گډ ځواک به په سرحدونو د ترهگرۍ حملو ته په بیړنۍ توگه ځواب وايي.
ایران او پاکستان په سیستان-بلوچستان سیمه کې مشترک سرحد لري او وسله والو په دغه علاقه کې په ایراني امنیتي ځواکونو یو شمېر حملې کړې دي.
ایراني مامورین وايي امنیتي ځواکونه یې په پاکستان کې میشته تندلارې وسله وال په هدف کوي.
وزیراعظم عمران خان د ایران سفر په داسې حال کې وکړو چې تېره هفته په بلوچستان کې وسله والو د بسونو ١۴ مسافر ووژل. اسلام اباد وايي په مسافرو حمله کونکي په ایران کې مېشته دي.
د ایران-پاکستان مجوزه گډ ځواک په اړه عمران خان وویل د دواړو هېوادونو امنیتي چارواکي په سره کښېني او په دې موضوع به بحث کوي. هغه نور تفصیل وړاندې نکړو. "مونږ باور کوو چې دواړه هېوادونه به د خپلې خاورې څخه د ترهگرۍ فعالیتونو اجازت ورنکړي...مونږ به اجازت ور نکړو چې زمونږ د خاورې څخه ستاسو ملک ته زیان ورسېږي."
تېره میاشت حسن روحانی په پاکستان غږ وکړو چې د ایران مخالف ترهگرو خلاف دې غوڅ گامونه واخلي. ایراني دغه غږ په داسې حال کې کړې و چې د فېبرورۍ په ١٣ په سیستان بلوچستان صوبه کې د ایران پاسداران انقلاب ځواکونو ٢٧ عسکر ووژل شو.
ایران ویلي دغه حمله یو پاکستاني ځانمرگي کړې وه. د حملې ذمه واري جېش الاعدل نومې سني وسله والې ډلې اخیستې ده. ایران وايي دغه ډله په پاکستان کې د مرکزونو څخه فعالیتونو ترسره کوي.
د خالي، شنبې، په ورځ اسلام اباد وویل داسې شواهد لري چې په بلوچستان په د بس په مسافرو حمله کونکي ترهگر د ایران په خاوره د تربیي او د رسد مرکزونه لري.
د ترهگرۍ په سر د یو بل نه د گیلو او شکایتونو باوجود ایراني صدر حسن روحاني د عمران خان سره شریک خبري کانفرنس کې وویل دواړه هېوادونه به د یو بل سره تجارتي تعلقات نور هم زیاتوي. امریکې ته په غیر مستقیم ډول اشاره کې حسان روحاني وویل کوم "دریم هیواد" د ایران او پاکستان تعلق ته نقصان نشي رسولی.
امریکې په ایران د ایران د اېټمي پروگرام په سر اقتصادي پابندۍ بیا پرځای کړې دي او کوښښ کوي چې ایران په نړیواله کچه یوازې کړي.
حسن روحاني وویل "په موجوده صورتحال کې د سیمې هېوادونو ته پکار دي چې د خپلو مفاداتو فیصله او منصوبه سازي په خپلواکه ډول او نیغ په نیغه یې وکړي."
ایراني صدر د توانايي د سخت کمي سره مخامخ پاکستان ته ډاډ ورکړو د تېلو ضرورت به پوره کړي. "ایران تیار دی چې د پاکستان د تېلو او گیسو ضرورت پوره کړي...مونږ تیار یوو چې پاکستان ته د بجلۍ صادرات ١٠ چنده زیات کړو."
حسن روحاني وویل د ایران د چابهار او د پاکستان د گوادر بندرونو ترمنځ همکاري زیاتېدی شي او تهران د اسلام اباد او د ترکی اسنتبول ښارونو ترمنځ د رېل پټلۍ په جوړولو کې کومک کولی شي.
چابهار د پاکستان د پولې نه ١٠٠ کلومېټره لرې په بحیره هند کې د ایران یوازی بندر دی چې د امرېکې اقتصادي بندیزونو پرې نشته. دا ځکه چې افغانستان د چهابهار دلارې تجارت زیات کړی او اراده لري چې په پاکستان خپله تجارتي اړتیا د ختمولو دپاره ایراني بندر ته د رېل لیکه هم ور وغځوي.
ایران ته د وزیراعظم په حېث دا د عمران خان لومړی سفر و. پخواني وزیراعظم نوازشریف په کال ٢٠١٦ کې د ایران دوره کړې وه.
عمران خان وویل د ایران د سفر مقصد یې د توانايي او تجارت په مدونو کې د همکارۍ زیاتوولو لارې چارې لټول وو. هغه وویل د دواړ هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیز تجارت ډیر محدود دی.
که څه هم پاکستان په موجوده وخت کې د توانايي سخت کمي سره مخامخ دی او په هېواد کې د تېلو بيي زیاتې دي، عمران هیڅ لوظ وه نکړو کې ایا د ایران څخه به تېل، گیس او بجلي اخلي او که نا؟
پاکستان د سعودي عرب او امریکې نژدې ملگري دی. دغو دواړو هېوادونو په ورستۍ موده کې د سیمې په چارو کې د لاس وهنې په تور په ایران فشار زیات کړی دی.
صدر ډانلډ ټرمپ په ایران اقتصادي پابندۍ بیا پرځای کړې دي او سعودي عرب او یو شمېر عرب اتحادی هېوادونو په کال ٢٠١٦ کې د ایران سره سفارتي تعلقات ختم کړې دي.