لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایران: پاکستان دې د تښتول شویو ایراني مامورینو په لټون کې مرسته وکړي


ایراني مامورین وايي وسله وال د پاکستان د خاورې څخه په ایران کې د حملو سازشونه کوي او هم دا ټکې د دواړه هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي سبب دی

ایران په پاکستان غږ کړی دی چې د هغه ١۴ سرحدي مامورینو په لټون کې دې ورسره مرسته وکړي چې د نهې، سه شنبې، په ورځ د پاکستان د پولې سره نژدې تښتول شوې دي. په تښتول شویو کسانو کې استخباراتي چارواکي هم شامل دي.

د ایران حکومتي مطبوعاتو د ایران پاسداران انقلاب ځواکونو یو بیان رپورټ کړی چې پکې ویل شوې دي چې د ایران سرحدي مامورین د پاکستان سره په پوله میرجاوه سیمه کې پرځای وو چې د "انقلاب ضد ډلو" وتښتول.

د پاکستان د بلوچستان صوبې سره په پوله د ایران سیستان بلوچستان صوبه کې د ډیر وخت راهسې وسله والې ډلې فعالیتونه لري.

د ایران پاسداران انقلاب ځواکونو وویل چې پاکستان باید د هغه ترهگرو ډلو مخه ونیسي چې ځینې سیمه ایز هیوادونه یې ملاتړ کوي او ایراني ځواکونه دې په سمدستي ډول ازاد کړی.

د پاسداران انقلب په بیان کې د کوم هېواد نوم وا نه خیستل شو خو ایران په سعودي عرب د ایران مخالف سني ډلو د مرستې الزام لگوي.

د بلوچستان د کورنیو چارو سېکرېټري حیدر علي وویل چې ایران ورسره د تښتول شویو مامورینو په اړه په رسمي ډول رابطه نه ده کړې. د وي او ای سره خبرو کې ښاغلي علي وویل ایراني چارواکي ورسره په داسې قسمه مسلو زیاتره په لېکلي بڼه رابطه کوي خو تر اوسه یې نه ده کړې.

ایراني مامورین وايي وسله وال د پاکستان د خاورې څخه په ایران کې د حملو سازشونه کوي او هم دا ټکې د دواړه هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي سبب دی.

په سمدستي توگه کومې وسله والې ډلې د ایراني سرحدي محافظانو د تښتولو پړه نه ده منلې خو ځینو ایراني مطبوعاتو د جیش العدل ډلې نوم اخیستی دی.

د ایران په دغه لرې پرته سیمه کې د ایراني ځواکونو د وسله والو او د نشۍ توکو د قاچاقبرانو سره نښتې هم کیږي.

تیره میاشت ایران ځواکونو د پاکستان سر پولې سره نژدې څلور وسله وال ووژل چې پکې د جیش العدل یو کمانډر هم شامل و.

XS
SM
MD
LG