د ایران خارجه وزیر جواد ظریف ویلي ایران او پاکستان په شریکه په ایران کې د پاکستاني وسلوالو ځانمرگي حملې نه ناکامه کړې دي.
د پاکستان جیو ټیلي وژن سره مرکه کې چې په تفصیلي توگه به د نهې، سه شنبې، په ماښام خپریږي، ایراني وزیر وویل وسلوالو تابیه کړې وه چې په ایران کې دغه ځانمرگي حملې د تیر گل، دوشنبې، په ورځ کېدونکي وې خو پاکستان سره د همکارۍ دلارې حملې ناکامه کړی شوې.
د پاکستاني ټي وي سره مرکه کې جواد ظریف وویل "د پاکستان د خاورې نه په ایران کې د دوو ځانمرگي حملو کوښښونه کیدل خو دواړه ناکامې کړی شوې او ددې مخنیوي دپاره پاکستاني ځواکونو زمونږ سره بهترینه همکاري وکړه."
هغه د حمله کونکو شناخت څرگند نه کړو.
ایراني مامورین د ډیر وخت راهسې وايي په پاکستان کې مېشته سني وسلوال په ایران د ترهگرۍ حملې کوي. ایران د شیعه اکثریت هېواد دی.
جیش العادل نومې ډلې په ایران کې د یو شمیر حملو ذمه واري په غاړه اخیستې ده.
تیر کال د وسلوالو په حمله کې د ایران ١٠ سرحدي محافظان ووژلو او یو ایراني عسکر یې د ځان سره په بلوچستان کې پناه ځای ته وتښتولو.
جواد ظریف وویل تښتول شوی ایراني عسکر تر اوسه نه دی راخلاص شوی او ایران امید لري چې پاکستان به د هغه په لټه کې مرسته وکړي.
ایران او پاکستان ٩٠٠ کلومیټره اوږد سرحد لري.