د افغانستان لپاره د ایران د صدر ځانګړي استازي او په کابل کې د تهران سفیر حسن کاظمي قمي وايي حکومت یې له افغانستان سره پر ګډه پوله د سیمټي دېوال په جوړولو باندې غور کوي.
په افغانستان کې واکمنو طالبانو تر اوسه د ایراني سفیر دې څرګندونو او پر پوله د دېوال جوړېدو پرېکړې ته څه غبرګون نه دی ښکاره کړی، خو په تېرو دوو کلونو کې څو واره پر سرحد د طالبانو او ایراني سرحدي وسلوالو تر منځ شخړې شوې دي.
کاظمي قمي د ایران ایسنا خبري ایجنسۍ ته په تازه مرکه کې ویلي چې له اوږدو کلونو راهیسې له افغانستان سره پر پوله د دېوال جوړولو وړاندیز تر کار لاندې وو او لومړنۍ منصوبې یې هم بشپړې شوي دي:
"د سرحد د فزیکي محدودیت د څرنګوالي لپاره څېړنه د بشپړیدو په حال کې ده، دا محدودیت د سېمټو د دېوال په شکل د سترو کارونو په ډله کې دی چې ضرور باید وشي".
کاظمي قمي ویلي چې دغسې یو اوږد دېوال جوړول به زیاتو پیسو ته اړتیا ولري، خو وایي دا کار ډېر موثر دی.
د ایران سفیر وایي دا دېوال یواځې ایران ته د غیرقانوني کډوالو د ننوتلو، د انسانانو او نشه یي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره نه جوړېږي بلکې ترهګرو د مخنیوي لپاره یې هم دا پرېکړه کړې ځکه چې وایي هېواد یې له سره مخ دی.
ایران له پاکستان سره هم شاوخوا 900 کیلومیټره اوږده پوله لري چې اغزن تار پرې غزېدلی او په دې وروستیو کې دواړو یو پر بل د یو بل هېواد ته د وسلوالو د اوښتو په تور د وسلوالو پر ممکنه مرکزونو بریدونه کړي، خو ایران له پاکستان سره د سیمټي دېوال جوړولو په اړه څه نه دي ویلي.
د ایران سفیر کاظمي قمي وایي "د اسلامي امت دښمنان" له مختلفو لارو ایران ته د زیان رسولو په لټه کې دي، چې وایي په هغوی کې د پراکسي ترهګرو ډلو د حرکت لارې هم دي:
"لزوما مونږ د دوو هیوادونو ترمنځ د سرحدونو له وېشلو سره مخ نه یو، بلکې د مختلفو ترهګرو څانګو سره مخ یو چې د سترو قدرتو په ملاتړ فعالیت کوي او مونږ ته د زیان د رسولو لپاره نن له نرم او سخت قدرته کار اخلي، ځکه د خپلو سرحدونو امنیت او کنټرول باید سنجیده وګڼو".
افغانستان او ایران هم تر خپل منځ څه باندې 900 کیلومیټره اوږده پوله لري چې وخت په وخت د اوبو پر سر د دواړو هېوادونو تر منځ شخړې هم کېږي او په وروستیو کې په ایران کې په خونړۍ حمله کې هغه داعش وسلوال ککړ بلل شوي وو چې په افغانستان کې فعالیت کوي.
د کاظمي قمي له دغو څرګندونو مخکې ځینو نورو ایراني چارواکو هم له افغانستان سره پر ګډه پوله باندې د دېوال جوړولو پر مسله خبرې کړې وې. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغوی ته په غبرګون کې ویلي وو چې پر دې ګډه پوله باید هر ډول اقدام د دواړو هېوادونو په اتفاق وشي.
که ایران له افغانستان سره پر ګډه پوله د دېوال د جوړولو کار پیل کړي دا به له پاکستانه وروسته ددغه هیواد له شپږو ګاونډیو هیوادونو څخه دویم هیواد وي چې خپل سرحد د فزیکي خطرونو د مخنیوي لپاره بندوي.
د پاکستان حکومت د پوځ په مرسته له افغانستان سره پر خپله څه باندې 2,600 کیلومیټره پوله باندې د اغزن تار غزولو کار له تېرو څو کلونو راهیسې پیل کړی او بشپړېدو ته نیزدې شوی دی.
د افغانستان پخوانیو حکومتونو او د طالبانو حکومت د پاکستان د دې اقدام کلک مخالفت کړی او کله کله یې پر پوله د اغزن تار غزولو په وخت د پاکستاني پوځ مخه هم نیولې ده، ځکه چې وایي دا کار د دواړو هېوادونو ولسونه سره بېلوي او هغوی ته ستونځې جوړوي.
Forum