لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایران: د حکومت په ضد مظاهرو کې ١٠ کسان وژل شوي دي


د ایران صدر حسن روحاني

د ایران د حکومت ټېلې وژن د گل، دوشنبې، په ورځ په خپل خبر کې ویلي د هیواد په مختلفو برخو کې د حکومت خلاف مظاهرو کې ١٠ کسان وژل شوي دي.

په خبر کې د وژل شوو کسانو د شمیرې په اړه نور څه معلومات نه دي ورکړی شوي.

د گل، دوشنبې، په ورځ د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د ایران په اړه په ټوېټر خپل پېغام کې وویل چې په هیواد کې د بدولون وخت راغلی دی، د ایران اولس د تیرو څو کلونو راهسې زورول شوي دي او د خوراک او د ازادۍ لپاره لیواله دي.

"د انساني حقونو ترڅنگ، د ایران دولت لوټل کیږي" صدر ټرمپ وویل او د انگریزۍ په لویو ټکو کې یې ولیکل "د تبدیلۍ دپاره وخت راغلی دی."

په ایران کې د حکومت خلاف مظآهرې د تیر زیارت، پنجشنبې، په ورځ په مشهد ښار کې شروع شوې، چې د ایران دویم لوې ښار دی او د صدر حسن روحاني د مخالفینو مرکز دی. ددې ورسته مظاهرې نورو ښارونو ته وغځیدې.

د صدر ټرمپ انتظامیې د تهران لخوا ايراني وګړو ته د ټولنيزو رسنیو په بندېز "ډېره اندېښنه" څرګنده کړې ده. دا په داسې حال کې چې په ايران کې د څلورو ورځو نه د حکومت په ضد مظاهرې روانې دي.

ايران د يکشنبې، اتوار په ورځ د پېغام لېږلو دپاره د ټيليګرام او عکسونو خپرولو دپاره د انسټاګرام اېپس بند کړي او د دولتي رسنيو ويلي د امن پر ځای ساتلو دپاره يې دا ګام پورته کړی دی.

ايران کې مظاهره چيان د ټولنيزو رسنيو د لارې د احتجاج ویډيو او عکسونه خپروي.

د صدر ټرمپ د سټراټيجيکي رابطو مرستیال مايکل انتون د وي او ای فارسي څانګې سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، واشنګټن د ايران د ټولنيزو رسنيو دپاره ډېر څه نشي کولی خو د ټرمپ انتظاميه د امريکايي او نورو لویديځو شرکتونو څخه هيله کوي چې ايران سره هيڅ رعايت ونکړي.

انتون ويلي " دوي (شرکتونه) دې د مالوماتو په رسولو کې هيڅ سنسرشپ ونه مي، خپل کاروبار ته دې دوام ورکړي او ازاد مالومات دې ورکړي".

هغه ويلي امريکايي چارواکي د دغو حالاتو څارنه کوي.

XS
SM
MD
LG