لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران زلزله کې د مړو شمیره ٣٠٠ ؤ نه زیاته شوې ده


د ایران تبریز ښار سره نزدې د خالي په ورځ راغلو دواؤ زلزلو کې د مړو شمیره د ٣٠٠ ؤ نه زیاته شوې ده. زلزله کې مړو په حقله ددې معلوماتو نه یوه ورځ وړاندې امدادي کارکونکو زلزله ځپلې سیمه کې د ژوندې کسانو د لټون کار تړلی وو.
د ایران د صحت وزیرې مرضیه واحد د گل په ورځ پارلیمان ته وئیلې د زلزلې له امله ٣٠٦ کسان مړه شوې دي او د ٣٠٠٠ نه زیات کسان زخمیان دي.
د خالې په ورځ د تبریز ښار سره نزدې پرله پسې دوه زلزلې راغلې وې چې کچه يي په ترتیب شپږ اشاریه څلور او شپږ اشاریه درې وه. زلزله کې یو شمیر کلې په مکمله توگه تباه شوې دي او یو شمیر نورو کلو ته پکې جزوي تقصان رسیدلی دی.
د ملگرو ملتونو مشر بان کې مون د گل په ورځ ایران کې زلزله کې په ځاني نقصان خفگان څرگند کړی دی او ایران ته يي د کومک وړاندیز کړی دی.
امریکې هم د ایران اولس سره غمرازي کړې ده. سپینې ماڼۍ د ایران اولس ته مرستې او امداد وړاندیز کړی دی خو په بیان کې د ایران د حکومت څه ذکر نه دی شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG