لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران کې د خونړۍ زلزلې ورسته د ماتم ورځ ونمانځل شوه


د ایران په کرمانشاه صوبه کې د زلزلې ورسته امدادي کارونه دوام لري
د ایران په کرمانشاه صوبه کې د زلزلې ورسته امدادي کارونه دوام لري

ایران کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د هغه کسانو په غم کې د ماتم ورځ ونمانځل شوه چې دوه ورځې وړاندې یې په زلزله کې ژوند د لاسه ورکړی دی او صدر حسن روحاني ویلي حکومت به زر تر زره د زلزله ځپلو خلکو امداد وکړي.

حسن روحاني د عراق پولې سره نژدې د کرمانشاه صوبې د دورې په مهال وینا کوله چې د اتوار، یک شنبې، په ورځ د اووه اشاریه درې شدت زلزله کې تر ټولو زیات متاثر شوی دی.

د ایران حکومتي خبري ادارې ارنا ویلي په زلزله کې لږ تر لږه ۴٣٠ کسان مړه شوي او د ٧٠٠٠ نور کسان زخمیان شوي دي. زیاتره مرگ ژوبله په سرپل ذهاب ښار کې شوي ده. د عراق داخله وزارت ویلي په زلزله کې یې اووه شهریان مړه شوي او ٥٠٠ نور زخمیان دي.

د امریکې د زلزلې د پیمایش ادارې ویلي د زلزلې مرکز د عراق په کردستان سیېمه کې و او خو په لرې پرتو علاقو، ترکي او اسرایل کې هم محسوس شوي ده.

د صحت نړي والې ادارې ورلډ هیلت ارگنایزیشن زلزله ځپلې سېمو ته طبي امدادي کارکونکې لېږلي دي. ددې نه علاوه امدادي کارکونکي په ملبو کې لټون کوي چې ژوندي کسان ومومي.

ماهرین وايي ایران په داسې سېمه کې پروت دی چې زلزلې پکې راتلی شي.

په کال ٢٠٠٣ کې د ایران په جنوبي ښار بم کې زلزلې د لاسه ٢٦٠٠٠ کسان مړه شوي و او په کال ٢٠١٢ کې په مشرقي آزربائیجان کې زلزلې د ٣٠٠ نه زیات کسان مړه کړل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG