د ایران صدر حسن روحاني په حج کې په حق رسیدلې ایرانیانو په جنازه کې د برخه اخیستلو دپاره په نیویارک کې د ملگرو ملتونو د عمومي غونډې یا جنرل اسمبلۍ نه به په بیړنۍ توگه ایران ته روانیږي.
په سعودي عرب کې د حج په موقع د شیطان د ویشتلو د مناسکو په وخت د ټیل جوړیدو د لاسه ٧٦٩ حاجیان مړه شوي چې ١٦٩ پکې ایرانیان دي. تر٣٠٠ پورې نور ایرانیان لا تراوسه بې درکه دي.
نن به ښاغلی روحاني د ملگري ملتونو عمومي غونډې ته وینا کوي. د ایران سفارتي وفد وايي ښاغلی روحاني د غونډې په ترڅ کې خپل ټول ملاقاتونه ځنډولي چې جنازو له اورسي.
پرون د ایران ستر روحاني مشر آیت الله خامینائي د سعودي نه په حج کې د شوې مرگ ژوبلې په سر د معافۍ غوښتنه کړې وه.
په ویب پاڼره خپل یو بیان کې ښاغلي خامینائي وویل د دغه پیښې پړه په سعودي واکمنو پریوځي او باید چې دوي دا اومني.
پرون پرله پسې په دریمه ورځ هم تهران کې د سعودي سفارتخانې مخې ته ایرانیانو احتجاج وکړو.
ایران په سعودیانو د جرمونو او ناقابلیت تورونه لگولي او ژمنې یه تکرار کړي چې نړیوال عدالت کې به د دوي پرضد کاروائي کوي. ایراني مشران وايي سعودي د دومره غټې اجتماع د سنبهالولو توان نه لري.