لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران نوي صدر حسن روحاني د خپلې چوکۍ سوگند پورته کړ


یوه ورځ وړاندې د ایران تر ټولو لوې مذهبي مشر ایت الله علي خامنائي په رسمي توگه د هغه انتخاب په رسمي توگه منظور کړی وو
یوه ورځ وړاندې د ایران تر ټولو لوې مذهبي مشر ایت الله علي خامنائي په رسمي توگه د هغه انتخاب په رسمي توگه منظور کړی وو
د ایران نوي منتخب شوي صدر حسن روحاني د اتوار په ورځ د پارلیمان په وړاندې د خپلې چوکۍ سوگند پورته کړو. یوه ورځ وړاندې د ایران تر ټولو لوې مذهبي مشر ایت الله علي خامنائي په رسمي توگه د هغه انتخاب په رسمي توگه منظور کړی وو.
پارلیمان کې شوي دستوره په مهال حسن روحاني د هیواد ائین لوړ ساتلو او د اسلام د دفاع کولو سوگند پورته کړو. رپورټونه وايي ایران کې د اسلامي انقلاب ورستو په وړمبي وار د صدر د سوگند پورته کولو ستورې ته خارجي میلمانه بللی شوي وو چې پکې د افغانستان صدر حامد کرزي او د پاکستان صدر آصف علي زرداري هم برخه واخسته.
خپله وینا حسن روحاني هیواد کې د بډو رشوتونو او د هر قسم تعصب ختمولو لوظ وکړو. هغه زیاته کړه د ایران اولس د ووټ د لارې د پرمختگ او د اصلاح لار غوره کړې ده.
حسن روحاني، چې عمر يي ٦۴ کاله دی، منځ لاری اسلامي عالم دی. د هیواد خراب اقتصادي صورتحال او په نړي واله کچه د ایران د لانجمن ایټمي پروگرام په حکله د اندیښنو غوندی مسائل ورته ور په غاړه دي.
ښاغلي روحانې ډیر په اسانه د جون په میاشت کې شوي انتخاباتو کې خپلو حریفانو ته ماتی ورکړی دی. هغه ویلي په خارجي کچه به نسبتاً د جنگ دریز نه خپلوي چې دا رنگ د ایټمي پروگرام په سر په ایران لگیدلې پابندۍ نرمې کړی شي.
حسن روحاني د ایران ووم صدر دی او محمود احمدي نژاد ځائې ناست دی.
د تعلیم او پیشې په لحاظ ښغلی روحاني یو قانون دان او مذهبي عالم دی او تر ١٥ کالو پورې د ایران مشر ایټمي مرکچې هم پاتې شوی دی.

Recommended

XS
SM
MD
LG