لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایرانیان به د یو کال ځنډ وروسته بیا حج ته ځي


ریاض تېرکال له تهران سره خپل سفارتي روابط له هغه وروسته وشلول چې په تهران کې مظاهره کوونکو د سعودي په سفارت یرغل وکړ.
ریاض تېرکال له تهران سره خپل سفارتي روابط له هغه وروسته وشلول چې په تهران کې مظاهره کوونکو د سعودي په سفارت یرغل وکړ.

د سعودي عربستان او ایران تر منځ اړیکې لا هم سمې نه دي خو سږکال به څه باندې ۸۶ زره ایرانیان حج ته ځي.

ایرانیانو تېرکال له سعودي سره د خرابو اړیکو له کبله د حج سره هم پرېکون وکړ خو سږ کال به لسګونه زره ایرانیان حج ته ځي.

ټاکل شوې چې د یکشنبې په ورځ سعودي ته د ایراني حاجیانو پروازونه پیل شي. د ایران د حج او زیارت د ادارې مشر نصرالله فرهمند وویل چې په لومړۍ ډله کې به ۸۰۰ کسان مدینې ته واستول شي.

هغه وویل سږکال ټولټال ۸۶۵۰۰ ایرانیان حج ته ځي چې ۸۰۰ نور به ورسره استادان او ښوونکي وي.

په ۲۰۱۵ کال کې د حج په مراسمو کې د یو کرېن د غورځېدو له کبله سلګونه کسان مړه شول چې یو شمېر یې ایرانيان وو. له دغې پېښې وروسته د دواړو هېوادونو سفارتي اړېکې خرابې شوې او ایران په ۲۰۱۶ کال کې د حج له مراسمو پرېکون وکړ.

رایټرز خبري اداره وايي د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي د یکشنبې یا اتوار په ورځ وویل چې ایران به هېڅکله هم د ۲۰۱۵ کال "ناورین"هير نکړي، هغه د سعودي په چارواکو غږ وکړ چې د حاجیانو امنیت دې ټېنګ کړي.

ښاغلي خامنه يي چې د ایراني حاجیانو د چارو تنظیمونکو ته خبرې کولې وویل " د ایران لپاره د ټولو حاجیانو او په خاص ډول د ایراني حاجیانو د امنیت، حیثیت او د استوګنې مسله جدي او مهمه ده".

ریاض تېرکال له تهران سره خپل سفارتي روابط له هغه وروسته وشلول چې په تهران کې مظاهره کوونکو د سعودي په سفارت یرغل وکړ. مظاهره د سعودي له لوري د ملي امنیت پر ضد د یو شعیه عالم د اعدام په غبرګون کې شوې وه.

د فرورۍ په میاشت کې ایران رسمي پلاوی سعودي ته واستوه چې یو وارې بیا د ایراني حاجیانو ورتګ پروسه پیل کړي. خو له دې هر څه سره سره بیا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ روابط ښه نه دي.

د وي او اشنا په مننه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG