لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران وایي په بلوچستان سیستان صوبه کې یې د 10 پولیسو په وژنه کې ککړ ترهګر وژلي دي


Iran Hamas
Iran Hamas

ایراني ځواکونو دعوه کړې ده چې د ملک په جنوب ختیځ کې یې د عملیاتو په مهال هغه څلور ترهګر وژلي چې یوه ورځ وړاندې یې تفتان کې په شوي خونړي برید کې لاس درلودو.

د ایران د سیستان بلوچستان صوبې په تفتان سیمه کې شوې دغه حمله کې 10 پولیس عسکر وژل شوي وؤ.

د پاکستان اؤ ایران په ګډه پوله دا د توندلارو لخوا په ایراني ځواکونو یو خونړی برید بلل کیږي.

تفتان د ایران د پلازمینې نه خواوشا 1200 کلو مټيره لرې دی اؤ په دې سیمه کې سني تندروه تنظیم جیش العدل زیات فعاله دی ، ددې تنظیم مرکز د پاکستان بلوچستان صوبه ښودل کیږي.

جیش العدل په ټولنیزه رسنۍ ټيليګرام په ایراني پولیسو د شوې حملې ذمه واري پر غاړه اخستې وه.

د ایراني خبري شبکې تسنیم نیوز له مخې ایراني ځواکونو په پولیسو حمله کې ککړ ترهګر د ډرون برید له لارې په نخښه کړي دي اؤ وایي دې حمله کې لږ تر لږه څلور وسله وال وژل شوي دي.

رپورټونه وایي ایراني ځواکونو د څلورو تندلارو د نیولو دعوه هم کړې ده خو د هغوي پېژندګلو مخې ته نه ده راوړل شوې .

سیستان بلوچستان د ایران هغه صوبه ده چې د پاکستان د بلوچستان صوبې سره اوږده پوله لري اؤ دا د ایران یوه بې وزله سیمه بلل کیږي.

په دې صوبه کې زیاتره بلوڅ نسلي اقلیت یا لږکي ژوند کوي چې سنیان دي اؤ په ایران کې اکثریت د شیعه مسلمانو دی اؤ اقتدار هم د هغوي په لاس کې دی.

په دې صوبه کې زیاتره مهال د بلوڅ لږکیو د یاغي عناصرو،د تندروه سني ډلو اؤ د مخدره موادو د قاچاقبرانو سره د امنیتي ځواکونو نښتې کیږي.

(ددې رپورټ معلومات د ای ایف پي څخه اخستل شوي دي)

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG