لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: ایران د حماس او د حزب الله ملاتړ کوي خو الزام په اوکراین لګوي


د ایران د خارجه وزارت شایع کړي په دې تصویر کې د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په قطر کې د حماس یو شمر اسماعیل حنیه سره ويني
د ایران د خارجه وزارت شایع کړي په دې تصویر کې د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په قطر کې د حماس یو شمر اسماعیل حنیه سره ويني

په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس حمله روس او اتحادیان اوکراین سره د مغربي ملکونو حمایت د کمزوري کولو دپاره استعمالوي.

په دې کې د روس بغیر د څه ثبوته دا دعوې هم شاملې دي چې اوکراین دپاره د مغربي ملکونو وسلې بلېک مارکېټ یا غیرقانوني بازار ته وړل کېږي.

په وروستیو ورځو کې د روس ملګري ملک ایران یو لوړ رتبه چارواکي دا الزامات څرګند کړل چې د لبنان شیعه مسلح ډله حزب الله او حماس د اوکراین دلارې غېر قانوني وسلو ته لاس رسی لري. ایراني چارواکي دا نا ثابته دعوه هم وکړه چې ایران حزب الله او حماس ته د سله ورکول بند کړي دي.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د ډسمبر په یولسمه نېټه په قطر کې د دوحه فورم نومې غونډې په څنډه کې د روس خبري ادارې تاس ته وویل چې په ماضي کې ایران حزب الله، حماس او اسلامېک جهاد سره د نړیوال قانون او د قابض (اسرایل) د حالاتو ته په پاملرنه هر قسم مرسه کوله.

د کرېملېن یا د روس غلطو معلوماتو ته د دوام ورکولو په ترڅ کې عبداللهیان وویل که د هغه نه پوښتنه وشي چې دا ډلې د کوم ځای نه وسلې ترلاسه کولی شي نو یو بلېک مارکېټ اوکراین دی. هغه وویل دغه ډلې په اوکراین کې په اسانه او د ډېر کوښښ نه بغیر د خپل ضرورت ټول شیان اخیستلی شي.

د ایران د خارجه وزیر دا دعوه بې بنیاده او په ممکنه توګه دروغ ده.

داسې څه ثبوت نشته چې حماس او یا حزب الله په اوکراین کې وسلې ترلاسه کولی شي.

د دې برعکس داسې مستند رېکارډ موجود دی ایران دغو ډلو ته مالي او عسکري امداد ورکړی او په اوکراین کې د جنګ دپاره یې د روس سیاسي او پوځي ملاتړ کړی دی.

په اکتوبر کې د اسرایل او حماس د جنګ شروع کېدو راهسې، د واشنګټن د څېړنې اداره انسټېټیوټ فار دي سډډي اف وار وایي روس په اسرایل د حماس حملې د غلطو معلوماتو د خورولو او اوکراین ته د مغربي ملکونو ملاتړ او توجه کمولو دپاره استعمالوي.

د دې مقصد دپاره د روس سرکاري مطبوعات او روسي چارواکي دعوه کوي چې اوکراین ته د امریکې د وسلو څه څارنه نه کېږي او دا وسلې مجرمانه بلېک مارکېټونه ته رسېدلی شي.

دمتري مېدوېودیو چې د روس د سېکیورټي کاونسل نایب چېرمېن دی، د نومبر په نهمه نېټه يې بغېر د څه ثبوته دا دعوه وکړه چې اوکراین ته د خپلې دفاع دپاره ورکړی شوي د مغربي ملکونو ټېنکونه، جنګي جهازونه، مزایلې او نوره وسله بلېک مارکېټ ته رسېدلی شي.

امریکې او یورپ اوکراین ته وسلو د منتقلۍ او د اینده استعمال دپاره شفاف نظامونه ځای په ځای کړي دي.
د امریکې حکومت هغه کوټلي اقدامات واضحه کړي چې په مشرقي يورپ کې وسلو د بې ځایه کېدو او د دې په نتیجه کې د ممکنه خطراتو د مخنیوي دپاره اخیستل شوي دي.

د امریکې حکومت دا قانوني ذمه واري لري چې دا خبره یقیني کړي چې اتحادي ملکونو ته ورکړی شوي وسله هم د خپل مقصد دپاره استعمال کړی شي.

اوکراین چې د خپلې دفاع دپاره د مغربي ملکونو وسلو ته ضرورت لري، ورته دا حوصله ورکول کېږي د وسلو د غیرقانوني سمګلېنګ مخه ونیسي.

د اوکراین قانون سازې اولېکسانډرا اوستینوا د می په میاشت کې د امریکې نیویارک ټایمز اخبار ته وویل چې په اوکراین کې خلک د خپل ژوند په قیمت دا خبره یقیني کوي چې د مغربي ملکونو وسلې غلا نه شي.

د کورنیو چارو دپاره د یورپين کمشنر یلوا جوهانسن د می په میاشت کې روېټرز خبري ادارې سره مرکه کې وویل داسې څه يې نه دي لیدلي چې د وسلې د اوکراین نه بهر سمګل کېږي.

د سوشل ميډیا استعمالوونکو هم دا غلط معلومات خواره کړي دي اوکراین حماس ته وسله ورکړې ده. په دې کې هغه جعلي وډیو هم شامله ده چې په کې د بي بي سي له قوله ویل شوي وو چې اوکراین حماس ته وسله ورکوي.

په جعلي واشنګټن پوسټ اخبار مضمون کې وېل شوي وو چې په تېره میاشت حماس ته د اوکراین د وسله رسد درې چنده زیات شوی دی.

د کال ۲۰۲۲ د جولای په میاشت کې د سوشل ميډیا استعمالوونکو دا غلطه دعوه خوروله چې اوکراین د امریکې نه ترلاسه شوي جېولن نومې ټېنک ضد مزایل حماس او حزب الله ته ورکړي دي.

د جون په میاشت کې پاليګراف ډاټ اېنفو دا دعوه وموندله چې اوکراین ته ورکړی شوی جېولن مزایل په مېکسیکو کې د نشۍ توکو د سمګلرانو په لاس ورغلی دی.

د اوکراین د استخباراتی ادارې یو چارواکي وویل روس دا غلط معلومات خوروي چې اوکراین ته د مغربي ملکونو وسلې مخه ونیسي.

اوکراین په روس دا الزام هم لګولی چې په اوکراین کې نیول شوي وسله روس حماس ته ورکړې ده خو ددې څه ثبوت نشته.

خو په سیمه کې وسله والو سره د ایران د ملاتړ کره دستاوېزي ثبوتونه موجود دي. د لسیزو راهسې ایران د لبنان شیعه مسلح ډلې حزب الله ملاتړ کړی دی. ایران حزب الله د اسرایل خلاف شخړه کې استعمالوي.

د کال ۲۰۲۰ د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ د اندازې ترمخه، ایران حزب الله ته هرکال ۷۰۰ مېلین ډالر ورکړي دي.

ایران حماس ته هم وسلې، پېسې او تربیه ورکوي.

داسې څه شواهد نشته چې ایران خپل ملاتړ ختم کړی. د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس په حمله کې د ایران لاس لا واضحه نه دی.

ایران روس ته هم په اوکراین کې جنګ دپاره ډرون او نور ملاتړ ورکړی دی.

یادونه: پاليګراف د وي او ای د معلوماتو د کره کتنې وېب پاڼه ده.


Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG