لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران رهبر خامنه یی، احتجاج کوونکي شرپسنده او د وطن دښمنان وبلل


رپورټونه وايي د ایران د حکومت لخوا د تیلو قیمتونه د زیاتولو وروسته قهرجن مظاهرچیان په سړکونو راوتلي او د حکومت پر ضد یې نعرې وهلي دي.

وائس اف امریکا او نور مطبوعاتو ته ترلاسه شوي معلومات ښايي چې تر اوسه مظاهرو کې کم از کم اووه تنه مړه شوي هم دي. دغو کسانو په تهران، کرج، شهریار، او کرمان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ځینې رپورټونه په بهبهان ښار کې هم د یو تن د وژل کیدو خبر ورکوي.

د ایران حکومت د یو لیټر تیلو نرخ د لس زره ایراني ریالو نه 15 زره ایراني ریالو ته زیات کړی چې ترینه د امریکايي ډالر دیارلس سینټه او د پاکستانۍ کرنسې کې شل روپۍ جوړیږي.

د ایران رهبر ایت الله علي خامنه یي د حکومت د فیصلې ملاتړ کړی او مظاهرچیانو ته یې شرخوښي (شرپسنده) ویلي دي.

خامنه یي د اتوار په ورځ وویل: "زه دومره پوره ویلي شم چې هیڅ څوک دې د دې شر خوښو سره مرسته نه کوي، دا هوښیار کار ندی، دا پر قامي مفاد باندې ذاتي مفاد ته ترجیح ورکول دي."

هغه زیاته کړله چې احتجاج کوونکي، عام خلک نه دي بلکې اشرار "شر خوښي" دي.

خامنه یي وايي د تیلو نرخ زیاتولو فیصله د کارپوهانو په صلاح باندې شوي، خو نوموړي په حکومت باندې غږ کړی چې د احتیاط نه کار واخلي. "چارواکي دې محتاط اوسیږي او پر دې مسله یعنې د تیلو قیموتو د کمولو لپاره دې خپل ممکنه کوشش اوکړي."

د آیت الله خامنه یي دا بیان په داسې حال کې خپور شوي چې حکومتي چارواکو په یو شمیر ښارونو کې د انټرنیټ سهولت بند کړی.

د امریکا خارجه وزیر مایک پامپیو، په ایران کې د وروستیو پراخو مظاهرو په وړاندې خپل لومړني غبرگون کې ویلي چې امریکا د ایران د خلکو ترڅنگ ولاړه ده.

په ایران کې د دې وروستیو دوو ورځو احتجاجونو وروسته، دا د امریکا د حکومت اولنی غبرگون دی چې ښودل کیږي.

مایک پامپیو د خالي یا شنبې په ورځ ایران کې د روانو احتجاجونو په اړه، خپل یو پخوانی ټویټ چې یو نیم کال مخکې یې لیکلی و، بیا خپور کړ او تر څنگ یې ایرانیانو ته په خطاب کې دا هم ورسره ولیکل چې امریکا له تاسو سره ولاړه ده.

د یو نیم کال مخکې ټویټ کې چې پامپیو اوس بیا هغه شریک کړی دی، ویل شوي: "له څلوېښتو کلونو زورزیاتي وروسته، د ایران ویاړلي خلک د خپل حکومت د ناوړه کړنو په وړاندې چوپه خوله نه کیني، مونږ به هم چوپ پاته نشو."

د ایران رهبر آیت الله علی خامنه یي تور لګوي چې احتجاج کوونکي، "اشرار" یا شرپسنده دي او ویلي یې دي چې دا ډول مظاهرې، د ایران د دښمنانو کار دی چې غواړي هغه ملک کې ناامني خوره شي.

په کال 2017-18م کې د ایران کې د ګرانۍ او خراب اقتصاد له وجهې هم احتجاجونه شوي وو چې هغه وخت دحکومتي امنیتي ادارو دهغوي پرضد سخت ګامونه اخیستلي و.

د ایران ایټمي پروګرام له سببه امریکا او نړیوال طاقتونو پدغه هیواد باندې اقتصادي بندیزونو لګوي چې ورسره د ایران اقتصاد د سخت فشار سره مخ دی او د عام خلکو ژوند ورسره هم اغیزمند شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG