لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ایران خارجه وزیر وايي امریکې ورته ملگرو ملتونو ته د تگ دپاره د ویزې نه انکار کړی دی


د ایراني خارجه وزیر ترمخه د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو اېنټونیو گوټېرېس ورته وویل "مونږ سره محمد جواد ظریف ته د ویزې ورکولو دپاره وخت نه و او مونږ به ویزه نه جاري کوو."

د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف ویلي په نیویارک کې د ملگرو ملتونو مرکزي دفتر ته یې سفر کولو خو امریکې ورته د ویزې ورکولو نه انکار کړی دی.

د فرانس خبري ادارې ای اېف پي ترمخه محمد جواد ظریف د نهې، سه شنبې، په ورځ په تهران کې خبریالانو ته وویل د ملگرو ملتونو مشر اېنټنیو گوټېرېس هغه د امریکې د فیصلې نه خبر کړو.

د ایراني خارجه وزیر ترمخه د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو اېنټونیو گوټېرېس ورته وویل "مونږ سره محمد جواد ظریف ته د ویزې ورکولو دپاره وخت نه و او مونږ به ویزه نه جاري کوو."

محمد جواد ظریف وویل د ملگرو ملتونو مشر مایک پامپېیو ته په ځواب کې وویل چې "دا د ایران حق دی چې په ناسته کې شرکت وکړي."

ای اېف پي وايي واشنگټن لا په رسمي ډول د دې خبرې تصدیق نه دی کړی چې ښاغلي ظریف ته یې د ویزې نه انکار کړی دی.

د ایران خارجه وزیر په تهران کې د خبریالانو سره په خلیج فارس کې د امن په یوه منصوبه خبرې کولې.

محمد جواد ظریف په داسې حال کې په تهران کې خبرې کولې چې هم د نهې، سه شنبې، په ورځ د جنرل قاسم سلېلماني جنازه وشوه. جنرل سلېماني د جمعې په ورځ په عراق کې د امریکې په ډرون حمله کې وژل شوی.

محمد جواد ظریف په ټوېټر وویل هغه ته د ویزې نه انکار د کال ١٩۴٧ د هغه لوظنامې خلاف ورزي ده چې دلاندې یې د غړو هېوادونو استازي د امریکې په نیویارک ښار کې د ملگرو ملتونو مرکزي دفتر ته سفر کولی شي. "دوی د څه نه ویرېږي؟ د حقیقت نه؟"

ایران ویلي د جنرل سلېماني د وژنې بدل به اخلي خو د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ خبرداری کړي چې امریکا به د ایران ځوابي حملې ته ډیر زر او ډیر سخت ځواب ورکوي.

ایراني خارجه وزیر وویل هغه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ملگرو ملتونو د چارټر یا تگلارې په اړه په غونډه کې شرکت دپاره نیویارک ته تلل غوښتل. د دې ترڅنگ، هغه وویل، هغه به د نیویارک د سفر په مهال د امریکې د "جرمونو" په اړه هم خبرې کولې.

ای اېف پي خبري اداره وايي دا لومړی ځل نه دی چې ایراني مامورین په نیویارک کې د ملگرو ملتونو په غونډو کې د گډون په لړ کې د مشکلاتو سره مخامخ شوې دي. رپورټ وايي د کال ٢٠١٩ د منځ راهسې امریکې په نیویارک د ایراني سفارتکارانو په سفرونو قدغنونه پرځای کړې دي. تېر کال د سېټمبر په میاشت کې محمد جواد ظریف وویل هغه اجازت نه و ورکړی شوی چې په ملگرو ملتونو کې د ایران استازي سره ووینی چې په دغه وخت په هسپتال کې پروت و.

XS
SM
MD
LG