لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران: د امریکائي سینټرانو خط ښائي په امریکا نشې کیدی


د ایران خارجه وزیر جواد ظریف ویلي د امریکائي سنټرانو خط چې ایران، امریکا او د نورو نړي والو قوتونو ترمنځ ایټمي معاهده د صدر براک اوباما د صدارت ختمیدو ورسته ردیدی شي، ښائي په امریکا اتبار نشي کیدی
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف ویلي د امریکائي سنټرانو خط چې ایران، امریکا او د نورو نړي والو قوتونو ترمنځ ایټمي معاهده د صدر براک اوباما د صدارت ختمیدو ورسته ردیدی شي، ښائي په امریکا اتبار نشي کیدی

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف ویلي د امریکائي سنټرانو خط چې ایران، امریکا او د نورو نړي والو قوتونو ترمنځ ایټمي معاهده د صدر براک اوباما د صدارت ختمیدو ورسته ردیدی شي، ښائي په امریکا اتبار نشي کیدی.

تهران کې د مذهبي مشرانو غونډې ته وینا کې، ښاغلی ظریف وویل چې د امریکې د ایوان بالا یا سنیټ د ۴٧ غړو لخوا خط لاثاني او "غیر سفارتي" دی. "په حقیقت کې دې (خط) مونږ ته وښودل چې مونږ په امریکا اتبار نشو کولی،" ایراني خارجه وزیر وویل.

د گل یا دوشنبې په ورځ ایران ته لیږل شوي خط کې د ریپبلیکن پارټۍ سنیټرانو وویل ایران سره د صدر براک اوباما معاهده به کال ٢٠١٧ کې د براک اوباما د صدارت ختمیدو سره سمه ختمه شي.

نورو حکومتونو سره د امریکې د خارجه تعلقاتو دنده همیشه د امریکې صدران او سفارتکاران ترسره کوي، خو د سنیټرانو خط د صدر اوباما ناخوښي راپارولې ده.

صدر براک اوباما ویلي امریکائي سنیټرانو ځانونه د ایران مذهبي سخت دریزه مشرانو سره یوځائې کړی دی. "دا غیر معمولي اتحاد دی،" براک اوباما وویل.

تهران ته لیږل شوي خط کې د سینټرانو ډلې وویل که چرې ایران سره امریکا او د نړۍ پنځه ؤ نورو قوتونو د کانگرس د منظورۍ بغیر معاهده لاس لیک کړه نو حيثیت به يي د صدر براک اوباما او د ایران روحاني مشر ایت الله خامنائي ترمنځ د صدارتي فرمان نه زیات څه نه وي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG