لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایراني پارلیمان په خونړۍ مظاهرو د سترو چارواکو پوښتنې کړي


د اتوار په ورځ د ایران پارلیماني غړو د بندو دروازو تر شا غونډه کړې او تیره اونۍ په ایران کې شوي خونړي مظاهرو او د هیواد په اقتصادي بدحالۍ چې له امله يې دغه مظاهرې پیل شوې وې بحث کړی دی.

په غونډه کې پارلیماني غړو د هیواد د کورنیو چارو وزیر عبدالرحماني رحماني فضلي، د استخباراتو وزیر محمود علوي او علي شامخاني او د قامي امنیت د سیکتر نه پر ګرد هیواد کې پیل شوو مظاهرو چې پکې ۲۱ ته وژل شوي پوښتنې کړي دي.

چارواکو غونډې ته ویلي د یوې اونۍ په دغه مظاهرو کې د ۱۰۰۰ نه سېوا نیول شويکسان بیرته خوشي کړی شوي. خو هغه کسان چې مظاهرچیان يې راپارول هغه د عدالتونو په ولقه کې دي او دتهران سرکاري قاضي عباس جعفري ویلي دغه کسانو ته به سزا ګانې ورکړی کیږي.

د پارلیمان یو غړي محمود رضا کاچويي ویلي په نیول شوي کسانو کې زیات تره هغه بې روزګاره ځوانان دي چې د پوهنتون یا یونیورسټۍ ډګریانې لري. په دغه غونډه کې د اقتصادي وضعې، بې روزګارۍ او د خلکو په مالې وضعه هم بحث شوی. خو ځېنو پارلمیاني غړو تور لګولی چې ددغه مظاهرو په شا د بهرني هیوادونو لاس دی او په دغه هیوادونو کې يې د امریکا، سعودي عربستان او اسرایل نومونه اغستي.

د ایراني پارلیمان دغه غونډه په داسې مهال شوی چې حکومت په هیواد کې په هغه ټولنیزو رسنیو لکه انسټاګرام لږیدلی بندیز پورته کړی د کومو په لار چې به مظاهرچیانو خلک راپارول. خو اوس هم د ټیلیګرام په شان د رابطو ایپلیکېشن په ایران کې تړلی دی.

د اتوار په ورځ د ایران پاسداران انقلاب ځواکونو ویلي وو د هیواد اولس او امنیتي ادارو په شریکه د هغه ناقراري وچقوله چې د هیواد خارجي مخالفینو راپارولي وه.

د اتوار، یک شنبې، په ورځ یو بیان کې پاسداران انقلاب وویل "غیرت مندو، باضمیره او انقلابي ایرانیانو" د ملک امنیتي ځواکونو، د استخباراتو وزارت او لسګونو زره پوځي ملیشا ځواکونو د امریکې، برطانیې، اسرائیل، د سعودي شاهي کورنۍ او د غیرقانوني ګرځول شوې مجاهدین خلق سازمان سازش کړۍ ماته کړه او د هیواد خلاف بغاوت يې ختم کړو.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ به ډیر زر دا فیصله کوي چې ایا د ایران نه په عارضي توګه بندیزونه لرې کولو فیصله پرځای اوساتي او که نه، کوم چې په کال ۲۰۱۵ کې د ایران نیوکلیاي پروګرام په سر شوي نړیوال تړون لاندې ځنډولی شوي وو.

د امریکايي قانون لاندې د بندیزونو په عارضي توګه لري کولو لپاره به هرڅلور میاشتې پس ددې په دوباره منظوري ورکولی کیږي. صدر ډانلډ ټرمپ سره دا اختیار شته چې دغه فیصله په دوباره تازه نه کړي او په ایران وړاندې لګیدلي تجارتي بندیزونه بیرته پرځای کړي. د ایراني حکومت خلاف راپاریدلو مظاهره چیانو د مرستې لپاره د یورپ په هیګ، برلن، هیمبرګ، سټاک هوم، لندن او پیرس کې مرستیالان راغونډېږي.

XS
SM
MD
LG