لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق:دتندلارو بريد کې ٩ پوليس عسکر وژل شوي دي


پوليس وائي دشورو په ورځ عراق کې تندلارو ديو بريد په مهال ٩ پوليس عسکر وژلي دي.
دپوليسو وينا ده چې دشورو په ورځ په شمالي ښار موصل کې گڼ شمير وسله والو جنگيالو دپوليسو په يو هيډکوارټرز حمله کړې ده اؤ دسختو ډزو په نتيجه کې ٩ پوليس عسکر وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.
دغه بريد کې تندلارو ته دکوم زيان اوښتو اطلاع نۀ ده ترلاسه شوې.
راپورونه وائي په روانه مياشت کې عراق کې دتشدد بيلا بيلو پيښو کې د٥٠٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG