لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق : بمي چاؤدنو کې 57 کسان وژل شوي


په تيرو څلورو مياشتو کې ترسره شوې دغه تر ټولو خونړۍ چاؤدنې دي چې پکې په دومره لويه پيمانه مرگ ژوبله اوښتي
په تيرو څلورو مياشتو کې ترسره شوې دغه تر ټولو خونړۍ چاؤدنې دي چې پکې په دومره لويه پيمانه مرگ ژوبله اوښتي

عراق کې د چارواکو وينا ده چې پايتخت بغداد کې ترسره شوؤ د 10 ؤ څخه زياتو بمي چاؤدنو کې لږ ترلږه 57 کسان وژل شوي او 180 نور ژوبل شوي دي.
د چارواکو ترمخه د زيارت په ورځ په منظم انداز کې دغه بمي چاؤدنې دښار هاغو سيمو کې ترسره شوي چرته چې زياتره شيعه ورورولي اوسيږي.
په تيرو څلورو مياشتو کې ترسره شوې دغه تر ټولو خونړۍ چاؤدنې دي چې پکې په دومره لويه پيمانه مرگ ژوبله اوښتي.
په عراق کې دروغتيا دوزارت يو وياند ضياء طارق په 10ؤ بمي چاؤدنو کې د57ؤ کسانو دوژل کيدو او 176 د ژوبل کيدو پخلى کړى دى.
په بغداد کې يو عسکري وياند ميجر جنرل قاسم وويل چې تندلاري کومې مهمې ادارې يا امنيتي تنصيبات نۀ بلکې دماشومانو سکولونه، مزدوران، او دمخدره موادو په وړاندې جوړې ادارې په نخښه کوي، هغه وويل چې په سملاسي توگه بمي چاؤدنو کې دوژل شوؤ کسانو دشميرې په اړه څه نۀ شي وئيلى.
دغه پيښې په داسې حال کې ترسره شوي چې دعراق څخه دامريکائي پوځيانو دوتلو عمل څخه وروستو سياسي بحران روان دى.
يوه ورځ وړاندې دعراق مرستيال صدر طارق الهاشمي په ځان لگيدلي دا تورونه رد کړي چې پکې وئيل شوي وؤ هغه دگڼو حکومتي عهديدارانو دوژلو پلان جوړ کړى ؤ او وئيلي يې وؤ چې دغه هر څه دشيعه حکومت دسياسي مقصدونو لاندې لگول شوي، هاشمي وئيلي وؤ چې وزيراعظم دامريکائي پوځ دوتلو وروستو اقتدار ترلاسه کول غواړي.
وائس اف امريکا سره مرکه کې هاشمي وويل چې وزيراعظم نورالمالکي پوځ او استخبارات کنټرول کوي او نورو ټاکل شوؤ چارواکو ته په دې کې دلاس وهنې اجازت نۀ ورکوي ، مرستيال صدر دهغه په ضد په روانه اوونۍ کې دجاري کيدونکي وارنټ څخه بچ کيدو لپاره دشمالي عراق نيمې خودمختارې سيمې ته تللى.
دسُني مسلک سره تعلق لرونکى هاشمي وائي چې امريکا په عراق کې دخپل ځان نه شاته ديو جمهوري مثال پريښودو کې ناکامه شوې.
اخوا دباقوبه صوبې صوبائي پايتخت دياله کې يو شمير وسله والو ديوې کورنۍ پينځه کسان وژلي چې پکې ښځه، خاوند، دهغوي دوه لوڼه او يو ځوې شامل دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG