لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق:بمي چاؤدنو کې 31 کسان وژل شوي


چارواکي وائي دعراق دپايتخت بغداد په جنوبي سيمه کې ترسره شوؤ بمي چاؤدنو کې لږ ترلږه 31 کسان وژل شوي او 98 نور ژوبل شوي دي.
دچارواکووينا ده دبغداد جنوبي لوري ته په حله ښار کې ديو ريستوران سره نزدې دشيعه زائرينو په يوه ډله دسړک دغاړې دوؤ بمي چاؤدنو کې 26 کسان وژل شوي او 85 نور ژوبل شوي دي.
په وژل شوؤ کې دوه ښځې، درې ماشومان، دوه دروغتيائي عملې دوه کسان شامل دي.
همدغه شان په کربلا ښار کې ديو پل لاندې موټري بم چاؤدنه کې 5 کسان وژل شوي او 13 نور ژوبل شوي دي.
دپوليسو يو وياند پيښه کې دپينځوؤ کسانو دوژل کيدو پخلى کړى او زياته کړې يې ده چې امنيتي ځواکونو دښار لوري ته غځيدلې ټولې لويې لارې تړلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG