لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراقي حکومت وايي په موصل کې د داعش خلافت پای ته ورسید


د عراق پوځ وایي په موصل کې یې د النور لرغونی ویجاړ شوی جومات ونیو چې درې کاله مخکې په کې ابوبکر البغدادي خپل خلافت اعلان کړی وو.

د عراق پوځ وایي د موصل ښار دننه د اته میاشتنۍ جگړې وروسته د عراق حکومتي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د موصل تاریخي جومات چې د اسلامي دولت ډلې په کې خپل خلافت اعلان کړی و، له داعش نه ونیو.

عراقي چارواکي دعوه کوي د موصل ښار د نیولو اوږده جگړه به په څو راتلونکو ورځو کې پای ته ورسیږي. دوی وایي چې د اسلامي دولت د ډلې جنگیالي اوس د زاړه ښار په شاوخوا کې څو ځایه په جگړه بوخت دي.

د النوري جامع جومات نیول چې لرغنتوب یې ٨٥٠ کالو ته رسیږي د عراقي ځواکونو لپاره یوه سمبولیکه یا علامتي بریا ده چې د موصل د نیولو هڅه کوي.

د عراق د پوځ ویاند جنرال یحیی رسول دولتي ټیلویژن ته وویلي د داعش "جعلي دولت ونړید".

داعشیانو د منځنیو پیړیو دغه لرغوني جومات تیره اونۍ په داسې حال کې والوزاوه چې د امریکا په ملاتړ عراقي عسکر ددې جومات پر لور پرمخ ولاړې. د ٢٠١۴ کال د جون راهیسې د داعش تور بیرغ پر دغه جومات ځړیده.

د داعش نه د موصل ښار نیولو سره به د ډلې د خلافت نیمایي برخه ړنگه شي، په داسې حال کې چې دغه سخت دریځه ډله د موصل په جنوب او لویدیځ کې په ځنو برخو کنټرول لري. د شام په رقه کې هم د داعش مرکز د شام د دیموکریټو قواو تر محاصرې لاندې دی چې کردان یې یوه برخه ده او امریکا یي ملاتړ کوي.

ستر تاوان

د سخت دریځو نه د موصل ښار د بیرته نیولو لگښت ډیر زیات وو. د پوځیانو له مرگ ژوبلې اخوا په زرگونو ملکي وگړي ددې ښار په جگړه کې ووژل شول.

د موصل ښار شاوخوا ۹۰۰ زره وگړي چې ددې ښار د نفوس نژدې نیمایي برخه ده، د پوځي عملیاتو دمخه له ښار نه بې ځایه شوي په کمپونو او یا هم د عراق په بیلا بیلو سیمو کې د خپلوانو او دوستانو په کورونو کې ژوند کوي.

هغوی چې د موصل ښار په جگړه کې گیر پاته دي له لوږې او سخت محرومیت سره مخامخ دي. د موصل په جگړه کې په زرگونو عام خلک وژل شوي یا هم ټپي شوي دي.

د عراق پوځ وایي چې په تیره یوه اونۍ کې د موصل په زاړه ښار کې د داعش زیات شمیر جنگیالي وژل شوي، خو شاوخوا ۳۵۰ تنه داعشیان لا هم د موصل په زاړه ښار کې په جگړه بوخت دي.

د وي او ای اشنا په مننه

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG