لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عراق کې امنیتي عسکرو پینځه مظاهرچیان په ډزو وژلي


د عراق په سرښار بغداد کې پولیسو او د هسپتال یا روغتون چارواکو ویلي چې د ګل یا دوشنبې په ورځ د عراق امنیتي چارواکو لخوا نیغ په نیغه ډزو کې لږ تر لږه پینځه مظاهرچیان وژل شويدي.

امنیتي عسکرو وروسته د هغې په مظاهرچیانو ډزې وکړې کله چې دوي د وزیراعظم دفتر تر ۵۰۰ میټره پورې ورنژدې شو. وړاندې د دغې په عراق کې د امنیتي عسکرو لخوا د مظاهرچیانو د خورولو او د امنیتي پولو نه دلرې ساتلو لپاره اوښکې بهیونکی ګېس او د ربړ ګولۍ کارولي.

د اکتوبر میاشتې راپه دیخوا په عراق کې شورو شوي دغه مظاهرو کې تر دې دمه ۲۵۰ کسان وژل شوي دي. د عراقي چارواکو تر مخه امنیتي عسکر د عراق په مقدسه ښار کربلا کې هغه مهال څلور مظاهرچیان په ډزو وژلي کله چې دغه کسانو د ایران د کونسلګرۍ په دیوال ورختل.

د اتوار/ یکشنبې د ورځې نه په کربلا کې مظاهرچیان راغونډیدل شورو شوي وو او دغه شعارونه يې وهل چې ٫٫ ایران بهر، کربلا ازاد دی.٬٬

د چارواکو په وینا د امنیتي عسکرو لخوا د ډزو وړاندې مظاهرچیانو د ایراني کونسلګرۍ په دیوال څه ور ایشتي وو او د اوور لګولو کوښښ يې هم کړی وو.

د بغداد په تحریر چوک یا سکوېر او جنوبي عراق کې د حکومت پرضد دغه مظاهرو کې په لسګونو زره خلکو ګډون کړی او د دغه مظاهرو د لاسه بازارونه تړل شوي، کارخانې سکولونه یا مکتبونه او پوهنتونونه تړلي پراته دي. دغه مظاهرچیان د کال ۲۰۰۳م راهسې روان سیاسي نظام پرضد مظاهرې کوي کوم چې د امریکا لخوا د پخواني آمر صدام حسین د لرې کولو وروسته پرځاې دی.

که څه هم د عراق وزیراعظم عدیل عبدالمهدي د تړلو ځایونو د بیرته خلاصولو اعلان کړی، ځکه چې د دغې مظاهرو او د سړکونو د تړل کیدو د لاسه عراق ته هره ورځ د میلینونو ډالره تاوان رسیږي او په هیواد کې ورسره د تیلو بېعې هم سېوا شوي. د عراق مشر ویلي ٫٫ وخت راغلی چې عادي ژوند بیرته شورو شي.٬٬

په دغه مظاهرو کې په زرګونو زده کونکي هم ورګډ شوي او د خپلې زده کړې یا کلاسونه يې پرېښودي. دغه تنکي ځوانان تور لګوي چې د عراق مشرانو په هیواد کې بډې رشوتونه سېوا کړي، بې روزګاري ډیره شوې او خلکو ته د ژوند بنیادي سهولونه نه دي ترلاسه. هم دغه شان د ډاکټرانو، وکیلانو او انجینرانو تنظیمونو هم د مظاهرو ملاتړ کړی.

د اتوار یا یکشنبې په ورځ د مظاهرو په مهال په سرښار بغداد کې مظاهره کونکو لوې سړکونه تړلي وو او ځاې پرځاې يې ټاېرونه سوځولي او کانټه تارې لګولی وې. هم دغه شان په یو تړل شوي سړک په یو بینر لیکل شوي وو چې ٫٫ سړکونه د عام اولس په امر تړل شوي.٬٬

د اکتوبر میاشتې د شورو راپه دیخوا شورو شوو مظاهرو د مخنیوي لپاره امنیتي عسکرو د ربړ ګولۍ، اوښکې بهیونکی ګېس او نیغ په نیغه ډزې هم کړي.

که څه هم د عراق حکومت لخوا یو شمیر اصلاحاتو وړاندیز شوی چې پکې د نوو نوکرو، د ټولنې د خېر ښېګړې پلانونه او د رایو یا ووټونو په اړه د نوي قانون عملي کولو وروسته زر انتخابونه ترسره کول شامل دي. خو مظاهرچیان اوس هم د حکومت دغه ګامونه چیلنج کوي.

د عراق دغه مظاهرچیان نه څوک مشر لري او نه څه تنظیمي اډاڼه او نه دوي په یوه خبره ولاړ دي خو بیا يې هم د ابادۍ یوه لویه برخه بې د فرقه ایز او نسلۍ تقسیمه د ځان سره یو کړي.د عراق په پارلیمان کې یو داسې قانون هم وړاندې شوی چې سیاسي مشرانو لکه صدر وزیراعظم او د کابیني وزیرانو ته ورکړل شوي مراعات بیرته واخستل شي. خو دغه قانون هم د مظاهره کونکو قهر نه دی کم کړی.

XS
SM
MD
LG