لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بغداد کې د روژې په ماښام د داعش ځانمرگي حملې، ٣٠ نه زیات کسان ووژل شو


تیر کال هم د بغداد په کراده علاقه کې ځانمرگي حمله شوي وه. په دغه حمله کې ٣٠٠ کسان وژل شوي وو. داعش ددغې حملې ذمه واري هم په غاړه اخیستې وه
تیر کال هم د بغداد په کراده علاقه کې ځانمرگي حمله شوي وه. په دغه حمله کې ٣٠٠ کسان وژل شوي وو. داعش ددغې حملې ذمه واري هم په غاړه اخیستې وه

د عراق سرښار بغداد کې داعش د ایس کریمو په یو دکان او د یو حکومتي دفتر سره نژدې بم حملو کې لږ تر لږه ٣١ کسان ووژل.

وړمبۍ حمله د بغداد په کراده نومې برخه کې د ایس کریمو په دکان وشوه چې پکې ١٧ کسان ووژل شو.

څو ساعته ورسته د بغداد په شواکه برخه د یوې حکومتي ادارې د دفتر سره نژدې د موټر بم خلاصیدو له امله ١۴ کسان ووژل شو او ٣٧ نور زخمیان شول.

داعش د دواړو حملو ذمه واري په غاړه واخیسته او وې ویل حملې د ډلې ځانمرگي حمله کونکو وکړې.

په بغداد کې بم چاوندې په داسې حال کې شوي دي چې د ډلې وسله وال د عراق په موصل ښار کې د پسايي سره مخامخ دي. موصل د عراق دویم لوې ښار دی او تیرو څو میاشتو راهسې عراقي او ائتلافي ځواکونه ښار د وسله والو بیرته اخیستلو دپاره په جنگ کې ښکیل دي.

هم د نهې، سه شنبې، په ورځ نا وخته د بغداد شا او خوا په نورو بم چاودنو کې اووه کسان ووژل شو او ١٩ نور زخمیان شول.

په بغداد کې د تشدد پیښې د روژې د میاشت شروع کیدو څو ورځې ورسته شوي دي.

تیر کال هم د بغداد په کراده علاقه کې ځانمرگي حمله شوي وه. په دغه حمله کې ٣٠٠ کسان وژل شوي وو. داعش ددغې حملې ذمه واري هم په غاړه اخیستې وه.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG